د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار په سمڅو کې ژوند


د ننګرهار په دور بابا کې ګڼو کورنیو له کلونو راهیسې یې غرونه سوري کړي او د ژوند لپاره یې ځانونو سمڅې جوړې کړي دي.

په یوه دښته کې وړې سمڅې ښکاري او سړی داسې فکر کوي چې پخوانۍ زمانې څخه به وي، خو برعکس دغلته په مغارو کې یو کوچنی کلی اباد دی.

تر ۵۰۰ کورنیو پورې په دغو سمڅو کې ژوند کوي. دا سیمه د موسی مېنه نومېږي.

د سمڅو خولې څه یې خلاصې پاتې دي او ځينو ته یې دروازې جوړې کړي، د لرګیو او ټیمانو ټوټې یې راټولې کړې دي او دروازه یې ترې جوړه کړې ده.

وايي ډېرو ته یې دا ډول زنده ګي له نیکونو ورپاتې ده، غم، ښادي او د ژوند نورې ټولې چارې ټول په همدغو تیارو سمڅو کې کوي.

د ننگرهار د دوربابا اوسیدونکي په سمڅو ژوند کوي
د ننگرهار د دوربابا اوسیدونکي په سمڅو ژوند کوي

مشر یې ملک غلام الله د سمڅو کلیوال راضي کړل چې امریکا غږ ته د تصویر اخیستو اجازه وکړي. هغه چې د یوې سمڅې مخې ته ناست و، امریکا غږ ته وویل:" زه پنځوس کلن یم، پلار او نیکه نه راته دا سلسله پاتې ده. موږ د انسانانو په رقم یوو خو بې ادبي دې معاف وي کله فکر کوو چې موږ انسانان نه یوو، ځکه دې سمڅو کې ژوند سخت دی."

د یوه کور پر پام سورکمیسې نانزکه ودرول شوې وه، سور شال یې ور په سر کړی. دوی وایي دا کار د "مينې" لپاره کړی دی.

د پانډ په یوه تاخ کې د ښارو پنجره پرته ده، ترې چاپېره د ماشومانو لخوا له خټو جوړ شوي واړه لوښي هم شته. دا په دغو سمڅو کې د مېشتو ماشومانو د لوبو شیان دي دي.

د یوې دروازې په بره خوا کې له پانډ څخه راوتلې کمره کې د دې ځای اوسېدونکو د چرګانو له بڼکو ګل جوړ کړی دی او دا یې د کور د سینګار لپاره کړی.

د د کور د سینگار لپاره د چرگانو له بڼکو نه جوړ شوی گل
د د کور د سینگار لپاره د چرگانو له بڼکو نه جوړ شوی گل

په دغو سمڅو کې د پخوانۍ زمانې د انسانانو ژوند ته ورته نورې ډېرې نښې هم وې. دوی په همدغو سمڅو کې د خپل هېواد افغانستان بېرغ هم ځوړند ساتلی دی.

وايي تر اوسه یې هیڅ حکومتي خلکو تپوس نه دی کړی او کلونه کېږي.

د مکتب خان په نوم د یوې سمڅې اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل:" نه مو تر اوسه چا پوښتنه کړې او نه راسره کومک شوی دی. زما نیکه دلته ژوند کړی، بیا مې پلار کړی او اوس یې موږ کوو. موږ تعلیم ونه کړ، اوس ارمان کوم، ځکه نو زما د کور ماشومان اوس یوې بلې ساحې بوربوړۍ ته لېږم، هلته یو مکتب دی هغه کې درس وايي دوه ساعته مزل کوي. که دلته یو مکتب جوړ شي د اوبو سستم راته جوړ شي نو دا به ښه شي."

عصمت الله چې د بوربوړۍ ښوونځي په لومړي ټولګي کې درس وايي وايي: "زه یو خوانه یو نیم ساعت مزل کوم چې مکتب ته ورسېږم، که دلته راته ښوونځی جوړ شي نو بیا به ایله ژوند وکړم. "

د ماشومانو او لویانو په څېرو کې یې د مایوسۍ نښې ښکاري، د ډېرو یې جامو او پیزارونه پیوند-پیوند دي.وايي هیڅوک یې غم نه خوري. رالوی شي، زاړه شي او همدلته مړه شي.

XS
SM
MD
LG