د لاس رسي وړ اتصالات

د مخدره موادو د قاچاقبرانو د نیولو قضیي زیاتې شوي دي


ددغو قضیو د کچي لوړېدو سره سره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ریاست د کار کیفیت هم د تیر کال په پرتله ښه شوی.
ددغو قضیو د کچي لوړېدو سره سره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ریاست د کار کیفیت هم د تیر کال په پرتله ښه شوی.

د مسکراتو، جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، د ۱۳۹۶ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د قاچاقبرانو ۱۲۶ قضیې دغه مرکز ته سپارل شوي، چې د تیر کال د قضیو په پرتله په کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه مرکز د مطبوعاتو مسول احمدخالد مؤحد امریکا غږ ته وویل، د ۱۳۹۵ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱۱۷ قضیو په تړاو د مخدره موادو څه دپاسه ۱۵۰ قاچاقبران دغه مرکز ته سپارل شوي وو، خو سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې دغه شمیره ۱۲۶ قضیو ته لوړه شوې، چې په کې د لوړې کچې ۱۶۴ قاچاقبران شامل دي.

ښاغلي مؤحد وویل "په دې قضیو کې څلور تنه د دولت کارکوونکي، درې تنه بهرنیان چې ایران او پاکستان پورې تړاو لري او درې ښځې شاملې دي، په ټوله کې قضیو زیاتوالی موندلی او د کار کیفیت هم د تیر کال په پرتله ښه شوی دی."

احمد مؤحد زیاته کړه چې اکثره دغه قاچاقبران په کابل، هلمند، بدخشان، نیمروز، ننګرهار او کندهار او ولایتونو کې نیول شوي دي او د یو شمیر کسانو دوسیې یې د دریمې محکمې په وروستي پړاو کې دي.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، له دغه شمیر قاچاقبرانو څخه ۷۶۳ کیلوګرام هیروئین، ۲۵۳۰ کیلوګرام مورفین، ۱۸۶۵ کیلوګرام اپین، ۹۳۹۴ کیلوګرام چرس، د هیروئینو د جوړولو ۷۶۵۳ کیلوګرام اوبلن او کلک مواد او ۶۳۰۴ لیټره الکول کشف او ضبط شوي دي.

د مسکراتو، جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې، د مخدره موادو د هغو قاچاقبرانو دوسیې څیړل کیږي، چې لږ تر لږه د دوه کیلوګرام هیروئين، دوه کیلوګرام مورفین، لس کیلوګرام اپین، ۵۰ کیلوګرام چرس، ۵۰ لیټره الکول او د هیروئینو د جوړولو لپاره د ۵۰ کیلوګرامه کیمیاوي موادو د لیږدولو پر مهال نیول شوي وي.

دغه راز دغه مرکز هغه کسان هم تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راولي، چې د مخدره موادو د کر، قاچاق، تولید او ساتنې لپاره زمینه برابروي.

د دغه مرکز د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د هغو قاچاقبرانو د قضیو د څیړلو صلاحیت هم دغه مرکز ته سپارل شوی، چې د کابل د حامد کرزي د هوایي ډګر له لارې د مخدره موادو د لیږدولو پر مهال نیول شوي.

XS
SM
MD
LG