د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې د کوکنارو مخنیوي لپاره باغونه جوړېږي


د لغمان کرنې او مالدارۍ رئیس انجینر محمد جمیل خوشحال وایي چې په دې ولایت کې د کوکنارو کرکېلې مخنیوي لپاره د باغونو جوړول ګټور تمام شوي دي.

هغه وایي په لرې پرتو ولسوالیو کې د کوکنارو ښه بدیل د باغونو جوړول دي چې کروندګر او باغداران ترې خوښ دي.

هغه وایي په دولت شاه ولسوالۍ کې یې په ازمایښتي توګه په ۵۰ جریبه ځمکه کې د کوکنارو پرځای باغونه جوړ کړي چې د کروندګرو د هڅونې لامل شوی.

دده پر وینا دغه باغونه په هغو ځمکو کې جوړ شوي چې پخوا په کې کوکنار کرل کېدل.

انجینر خوشحال وایي چې دوی اوس د کوکنارو د مخنیوي لپاره په دولت شاه ولسوالۍ کې د باغونو پراخولو ته پلان لري.

په دولت شاه کې موږ د کوکنارو ښه بدیل باغداري لرو، پنځوس جریبه ځمکه کې مو د مڼو باغونه جوړکړي، اوس څوک کوکنار یادوي هم نه او کروندګر راپسې راغلي وایي موږ هم باغونه جوړوو او کوکنار نه کرو نو ځکه راتلونکي کې موږ په پینځه سوه جریبه نوره ځمکه کې هم باغونه جوړول غواړو.

د دولت شاه ولسوالۍ کروندګر وایي چې دوی د باغونو ګټې لیدلي نو ځکه اوس غواړي پر خپلو ځمکو د مڼو او نورو میوو باغونه جوړ کړي.

زما نوم شاه ولي ده. دلته د زراعت ریاست د مڼو باغونه جوړ کړي، ډېرښه دي، منطقه هم ښه ښکاري او ګټه یې هم ښه ده. موږ مخکې کوکنار کرل او اوس غواړو چې موږ هم باغونه جوړ کړو. دولت موږ سره وعده کړې چې باغونه جوړوي راته .

په لغمان کې تر نورو ختیزو ولایتونو د کوکنارو کرکېله لږه ده، د کرنې ریاست وایي چې دقیق ارقام یې په لاس نه لري خو د نورو کرنیزو محصولاتو کرل ددې لامل شوي چې کروندګر کوکنارو کرلو ته فرصت پیدا نه کړي.

XS
SM
MD
LG