د لاس رسي وړ اتصالات

نعناع د کوکنارو ښه بدیل کیدی شي


په ننګرهار کې هڅه کیږي، ترڅو د مخدره موادو د کر په ځای د نعناع کرل دود شي او پدې توګه د کوکنارو ځای په ځینو سیمو کې نعناع ونیسي.

پدې وروستیو کې د امریکا پرمختیايي ادارې یو ایس اېډ دا هڅې پیل کړي چې د نعناع کر ترویج کړي.

د سره رود ولسوالۍ په بختان نومې سیمه کې چې پخوا سوونه جریبه ځمکه کې کوکنار کرل کېدل اوس په کې نعناع وېلنی کرل کېږي او د کروندګرو لپاره ښه اقتصادي سرچینه ګرځېدلې.

د بختان کلي اوسېدونکی رفیق الله وایي چې دوي اوس تر پخوا له خپلو ځمکو ډېره ګټه پورته کوي او نعناع کرلو مسلکي زده کړې یې کړي دي.

هر فصل کې دوه لکه، درې لکه افغانۍ ګټه کوو، کرل یې تکلیف نه لري، پاک او با نظافته کار دی، صحت ته هم تاوان نه لري، دچا مخالفت هم نه وي او طبي درمل هم ترې جوړېږي، د کوکنارو په پرتله لس چنده ښه فصل دی.”

بل لور ته پدغو ځمکو د نعناع د پروسس لپاره یوه فابریکه هم د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې جوړه شوې ده.

د یو ایس اېډ ادارې د ای کارډا پروژې له لارې د نعناع پروسس لپاره د اوبو تولید یوه فابریکه فعاله شوه چې اوسمهال هر کال تر دوه زره لیټره ډېرې د نعناع اوبه تولیدوي.

ددې فابریکې مسؤل معلم محمد اسحاق امریکا غږ ته وویل چې فابریکه یې پر کال ۲۰۰۵میلادي فعاله شوې او د سیمې کروند ګرو ته د هغو پر ځمکه کرل شوې نعناع پروسس کوي.

دا فابریکه خو اوس ډېره ګټوره ده، دلته څوک کوکنار نه کري او ټول کروندګر نعناع وېلنی کري، فصل هم حلال دی، ګټه یې هم ډېره ده او طبي درمل هم دي، د نعناع اوبه، څاڅکي، چای او تېل ترې پروسس کوو، موږ اوس په خپله سیمه کې د کوکنارو لپاره همدا ښه بدیل لرو.”

دوی د کوکنارو په بدل کې د نعناع له کرلو خوښ دي.

ننګرهار کې د نعناع کر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د ننګرهار کرنې ریاست وایي چې د کرنې وزارت د فارم پروژې له لارې غواړي دا ډول وړې فابریکې پراخې کړي او په سیمه کې د کوکنارو مخنیوي لپاره همداسې بریالۍ پروژې پلي کړي.

د نعناع وېلني دا ازمایښتي پروژه د یو ایس اېډ له خوا د کوکنارو مخنیوي په بدل کې په ازمایښتي ډول ترسره شوې وه خو د ښو پایلو په لرلو سره یې اوس پر بختان سربېره د سره رود په ډېرو نورو سیمو کې هم کروندګر د کوکنارو پرځای نعناع وېلنی کري.

XS
SM
MD
LG