د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۰ معتادین په امید روغتیايي مرکز کې بستر شول


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سې‌شنبې په ورځ د کابل ښار د پُل سوخته له سیمې څخه ۲۰۰ بې ‌سرپناه معتادین راټول او د امید په روغتیايي مرکز کې یې بستري کړل.

د دغه وزارت مرستیال فدا محمد پیکان امریکا غږ ته وویل، چې دغه شمیر معتادین به د امید په مرکز کې درې میاشتې تر درملنې لاندې ونیول شي او له هغې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه کسان له مخدره موادو څخه متاثره دي، چې ۱.۴ میلیونه یې په مستقیم ډول مخدره مواد کاروي او نږدې ۵۰ فیصده یې بیړنی درملنې ته اړتیا لري.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا، افغانستان کې د معتادینو د درملنې لپاره نږدې ۱۱۰ دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي ، چې پکښې هر کال تر ۳۴ زره معتادینو درملنه کیږي.

۲۰۰ معتادین د امید په روغتیايي مرکز کې بستر شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

XS
SM
MD
LG