د لاس رسي وړ اتصالات

حضوري چمن د روږدو او لوبغاړو ګډ لوبغالی


حضوري چمن، چې اوس نه یوازې د لوبو د لوبغاړو لپاره یو ښه لوبغالی دی بلکې په نشه يي توکو یو زیات شمېر روږدي هم په عام محضر کې نشه يي توکي کاروي او په لوبغاړو یې تاثیر پرېښی دی.

دغه چمن ته هره ورځ سلګونه کسان د ورزش لپاره ورځي، خو په ورته وخت کې د دغه لوبغالي څنډو ته لسګونه معتادین د مخدره موادو په استعمال بوخت وي.

لوبغاړي وايي، چې په دغه لوبغالي کې د معتادینو شتون، د ځوانانو پر روحیې ناوړه اغیزه پریباسي او له اړوندو مسولینوغواړي، چې دغه ځای ته معتادین ور پرې نه ږدي.

په کابل ښار کې شاوخوا یو عشاریه څلور میلیونه معتادین شته، چې اکثره یې په عام محضر کې لکه پارکونو، د کابل په سیند کې د پلونو لاندې، لوبغالو، د سړک پر غاړو او په نورو مختلفو سیمو کې، په ښکاره او د خلکو د سترګو په وړاندې مخدره مواد کاروي.

دغه معتادین ډېری وخت د کابل ښار په داسې ګڼ میشته سیمو کې ديره وي، چې په کې هره ورځ زرګونه ښاریان تګ راتګ او یا کاروبار کوي.

نور حال په لاندې ویډیو کې، چې د امریکا غږ خبریال ممتاز بهیر چمتو کړې، لیدلی شئ.

حضوري چمن د روږدو او لوبغاړو ګډ لوبغالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

XS
SM
MD
LG