د لاس رسي وړ اتصالات

عالمان: د مخدراتو کارونکو او پلورونکو ته باید سزا ورکړل شي


د افغانستان دیني عالمان وايي، ټول هغه مواد چې انسان نشه کوي د اسلام دین حرام بللي او استعمالوونکو او پلورونکو ته یې باید سزا ورکړل شي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د چهارشنبې په ورځ، د 'کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او د مخدراتو پر ضد د مبارزې په برخه کې د دیني عالمانو د ملاتړ' په نوم غونډه جوړه کړې وه.

دغې غونډې ته دیني عالم مولوي عطا‌الله فیضاني په وینا کې وویل، د افغانستان د قوانینو له مخې یوازې د مخدراتو کاروباریانو ته سزا ورکول کیږي خو هغه کسان چې دغه مواد استعمالوي، هغوی ته په قانون کې سزا نه ده ټاکل شوې.

هغه وویل "قاضي د زمانې باید دا تعزیر تعین کړي، د تجار لپاره سزا شته او د څکوونکي لپاره یې سزا نشته، دغه هم یوه لاره خلاصول دي، د دې لپاره چې خلک یې وڅکي، دولت دې په دې باره کې جدي مبارزه وکړي، قانون کې دې تغیرات راولي".

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، چې په افغانستان کې د مخدراتو ستونزه خورا پراخه ده او په دې برخه کې د مبارزې لپاره د ټولو اړخونو همکاریو ته اړتیا لیدل کیږي.

د دغه وزارت مرستیال جاوید قایم، دیني عالمان د مخدراتو پر ضد مبارزه کې مهم رول لوبولی شي او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د ممبرونو له لارې خلکو ته تبلیغ وکړي.

هغه وویل "حکومت ستاسې له همکارۍ پرته نه شي کولی چې له مخدره موادو سره مبارزه وکړي، ستاسې همکاري یوازینۍ لاره ده، چې موږ ځوانان له اعتیاد څخه رابهر کړو".

ښاغلي قایم زیاته کړه، چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په کابل کې ۲ میلیون ډالره بودیجه لري، خو په وړاندې یې په افغانستان کې د مخدراتو د کاروبار د عواید کچه دوه نیم میلیارد ډالرو ته رسیږي.

د هغه پر وینا، د مخدراتو د مخنیوي لپاره د افغانستان په کچه ګډې او هراړخیزې مبارزې ته اړتیا ده، چې پر وینا یې په دې برخه کې دیني عالمان تر ټولو مهم مسولیت په غاړه لري.

دیني عالمان: د مخدره موادو کارونکو او پلورونکو ته باید سزا ورکړل شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

له مخدراتو سره د مبارزې په برخه کې د دیني عالمانو پر ونډې په داسې حال کې ټینګار کیږي، چې تیر کال په افغانستان کې د مخدراتو کښت او تولید بې‌سارې کچې ته لوړ شو.

د مخدراتو پر ضد د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د ګډې سروې پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان پر ۳۲۸زره هکتاره ځمکو باندې کوکنار کرل شوي وو او ۹زره ټُنه اپین حاصل ترې اخیستل شوی وو.

دغه راز د مخدراتو پر ضد د مبارزې وزارت شمیرې ښيي، چې اوسمهال په افغانستان کې له درې میلیونو څخه زیات کسان له مخدره موادو څخه متاثره دي، چې نږدې یو نیم میلیون یې په مستقیم ډول دغه مواد کاروي.

XS
SM
MD
LG