د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې لوبغاړي د اعتیاد پر ضد کمپاین کوي


د یلان په نوم د ورزشي ټولنې مسولین وايي، چې په کابل ښار کې په مخدره موادو د ځوانانو د اخته کیدو د مخنیوي لپاره د ورزشي سیالیو کمپاین پيلوي.

د دغې ټولنې مشر حشمت ولي امریکا غږ آشنا ته وویل، په کابل ښار کې مخدره موادو ته آسانه لاسرسی د ځوانانو ژوند او روغتیا ته لوی ګواښ جوړ کړی، چې له دغې بلا څخه د ژغورنې یوازینۍ لار د خلکو ترمنځ د ورزش کولو فرهنګ دودول دي.

هغه زیاته کړه "موږ به په راتلونکې کې د یلان ورزشي ټولنې له لارې یو کمپاین پیل کړو، چې هدف به یې له مخدره موادو او د ځوانانو د اعتیاد پر ضد مبارزه وي".

کابل کې لوبغاړي د اعتیاد پر ضد کمپاین کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

دغې ورزشي ټولنې، همدا اوس په کابل ښار کې د فوټسال یو لړ سیالۍ په لاره اچولي، چې په کې د لسګونو ټیمونو ځوانان لوبه کوي.

په پلازمینه کابل کې، د مخدره موادو څه د پاسه سل زره معتادین شته، چې د دغه ښار په مختلفو سیمو کې دیره دي.

XS
SM
MD
LG