د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د ترهگرۍ ضد ماموریت، طالبان نه په نښه کوي


ښاغلي سیلوان وایي "په طالبانو هغه وخت حمله کوو چې هغوی د افغاني قواو سره په جگړه بوخت وي."
ښاغلي سیلوان وایي "په طالبانو هغه وخت حمله کوو چې هغوی د افغاني قواو سره په جگړه بوخت وي."

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت یو ویاند وایي چې په افغانستان کې د ناټو د ترهگرۍ ضد ماموریت یواځې د القاعده شبکه او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش جنگیالي په نښه کوي، خو طالبان نه.

د قاطع ماموریت یو ویاند بیل سیلوان د امریکا غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې د ناټو ځواکونو په افغانستان کې دوه جلا ماموریتونه لري.

د ښاغلي سیلوان په وینا د ناټو ځواکونو نسبتاً لویه برخه افغاني قواو ته د زده کړو، مشورې ورکولو او د مرستې کولو ماموریت لري. ددې تر څنگ کوچنۍ قواوی شته چې وظیفه یې د ترهگرو پر ضد د یو اړخیزو عملیاتو کول دي.

ښاغلي سیلوان وویل "هغه ترهگرې ډلې چې مونږ یې پر ضد د عملیاتو اجازه لرو د داعش ډله او د القاعده شبکه دي چې مونږ یې د په نښه کولو صلاحیت لرو."

ددې سره سره ښاغلي سیلوان ټینگار وکړ چې د طالبانو ډله په بشپړه توگه د ناټو ځواکونو له حملو څخه معافه نه ده.

ښاغلي سیلوان وویل "په طالبانو هغه وخت حمله کوو چې هغوی د افغاني قواو سره په جگړه بوخت وي. مونږ مشخص صلاحیتونه لرو چې مونږ ته ددې اجازه راکوي چې هغوی {طالبان} په نښه کړو."

ښاغلي سیلوان وویل هغه وخت چې زمونږ افغان شریکان د طالبانو سره په جنگ بوخت وي، د ناټو ځواکونه افغاني قواو ته د هوایي حملو په گډون هوایي ملاتړ برابروي او استخباراتي معلوماتو ورسره شریکوي.

ښاغلي سیلوان ادعا وکړه چې د افغانستان امنیتي قواوی د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په پرتله په ۲۰۱۷ کې په ښه موقف کې دي.

هغه وویل "که ٢٠١٦ کال ته وگورو د طالبانو ډلې اته ځلې پر ولایتي مرکزونو حملې وکړې او افغان ځواکونه هر ځل د طالبانو پر وړاندې بریالي شول. مونږ په دې باور یو چې د ٢٠١٦ کال د پای په پرتله افغان ځواکونه په ٢٠١٧ کې غښتلي دي."

د ٢٠١٧ کال مشکلات

د جنگونو د فصل په پیل کیدو سره د ناټو د قاطع ماموریت ویاند خبرداری ورکړ چې په روان کال کې به افغانستان د ستونزو سره مخامخ وي. خو هغه زیاته کړه چې افغان ځواکونه به پر حالاتو کابو وي او ناټو به د افغان قواو تر څنگ د یو شریک په توگه ولاړ وي."

د داعش ماتې

په افغانستان کې د ناټو ویاند وویل چې په تیرو دوو کلونو کې د ننگرهار په ولایت کې د داعش ډلې هڅه وکړه چې فعال حضور ولري، خو د سختو گزارونو سره مخامخ شول او دغه پړاو به سږکال هم دوام ولري. هغه وویل "زمونږ هدف دادی چې په ٢٠١٧ کې په افغانستان کې داعش ته ماتې ورکړو."

ښاغلي سیلوان وویل چې د داعش جنگیالي له دوو اړخونو له ماتې سره مخامخ شول: یو یې د داعش په څیر د ترهگرو ډلو پر وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د ترهگرۍ ضد یو اړخیز ماموریت دی چې "یواځې یې ترسره کوو" او دویم د افغان ځواکونو سره پهع گډه د داعش سرکوبول دي چې دمخه یې هم د داعش د ډلې سره په جگړه کې برایلتوبونه درلودلي دي."

له دې سره سره چې ښاغلی سیلوان په افغانستان کې د داعش سخت دریځو د ماتې خبره کوي، خو د نورو ٢٠ سخت دریځو ډلو د ماتې په هکله څه نه وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.

د طالبانو نه د روسیې ملاتړ

په تیر یو کال کې روسیه په پرله پسې توگه د طالبانو سره په تماس کې وه. د مسکو مقامات ادعا کوي چې د طالبانو سره د هغوی د تماس نیولو هدف په افغانستان کې د داعش جنگیالیو پر وړاندې جگړه ده.

خو په افغانستان کې د ناټو ویاند وایي دا ډول ادعا واقعیت نه لري.

ښاغلي سیلوان وویل "روسیې ویلي دي چې د طالبانو سره د هغوی د خبرو دلیل دادی چې گویا طالبان د داعش په وړاندې جگړه کوي، دا رښتیا نه ده، طالبان نه بلکه افغان ځواکونه د داعش په وړاندې په جگړه بوخت دي. دا افغان ځواکونه دي چې د داعش پر ضد جنگیږي."

ښاغلي سیلوان ادعا وکړه چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ننگرهار په ١٢ ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰۰ داعشیانو فعالیت درلود. خو اوس اټکل کیږي چې د داعش د سخت دریځو شمیر به د ننگرهار په دوه یا دریو ولسوالیو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه وي او د داعش نور جنگیالي د افغان او ناټو ځواکونو په گډو عملیاتو کې له منځه تللي دي.

ښاغلي سیلوان وویل "گوری چې مونږ جنگ د داعش ساحو ته وړی دی او بریالیتوبونه مو هم درلودلي دي. هیڅ ډول هم آهنگه هڅه نشته چې د طالبانو ډلې دې د داعش پر ضد جگړه کړې وي."

افغان مقاماتو تل پاکسان د سخت دریځو ډلو نه په ملاتړ ملامتوي او ویلي یې دي چې په هغه هیواد کې یو شمیر عناصر د ترهگرو په تمویل او تجهیز سره په افغانستان کې حملې سازمانوي. دا ډول ادعاوی تل اسلام آباد رد کړې دي.

یوه ادعا موجوده ده چې گویا پاکستان هغه سخت دریځه او ترهگرې ډلې په نښه کوي چې د پاکستان په ضرر عمل کوي، نه هغه ډلې چې په افغانستان کې حملې کوي.

ښاغلي سیلوان په افغانستان او پاکستان کې د سخت دریځو ډلو ترمنځ د توپیر کولو په اړه وایي " څرگنده ده چې تروریزم د افغانستان او پاکستان گډ دښمن دی. ښه او بد ترهگر نه لرو. هغوی صرف ترهگر دي او باید له ماتې سره مخامخ شي."

XS
SM
MD
LG