د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو د راپور په اساس دافغانستان د ټول نفوس ۳۱ سلنه لوستې ده چې په آسیا کې د نالوستو کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس دافغانستان د ټول نفوس ۳۱ سلنه لوستې ده چې په آسیا کې د نالوستو کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري

په افغانستان کې د نارینه او ښځینه ښوونکو کموالی د معارف د ودې او پراختیا لپاره یو لوی خنډ بلل کیږي.

د افغانستان د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي‌ وایي دا مهال افغانستان ۷۰ زره ښوونکو ته اړتيا لري.

د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي د یکشنبې په ورځ (جنوري۱۳) په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل چې دوی دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۰ زره نوي ښوونکي ګماري خو اړتیا یې ۷۰۰۰۰ ته ده.

د پوهنې د وزير د معلوماتو له مخې په پلان کې ده چې هر کال له ۲۰۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰ نوي ښوونکي پر دندو وګمارل شي چې درې کاله وروسته به د ښوونکو د کموالي ستونزه په ټول هيواد کې حل شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۷۵۰۰ ښوونځي، ۱۵۰۰۰۰ ښوونکي‌ او شاوخوا ۱۰ میلیونه زده کوونکي‌ شته چې ۳۶سلنه زده کوونکي نجونې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د افغانستان د ټول نفوس ۳۱ سلنه سواد لري او دا هیواد په آسیا کې د نالوستو کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري. روانې جګړې، ناامني، بې وزلي او ټولنیز محدودیتونه په افغانستان کې د بې سوادۍ لاملونه بلل کیږي.

ملګري ملتونه وايي د بېلا بېلو دلایلو له امله شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي. د معارف وزارت چارواکي‌ وايي‌ دا مهال د هېواد په نا امنه سیمو کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي‌ دي.

XS
SM
MD
LG