د لاس رسي وړ اتصالات

که افغانستان یې له ایرلنډ نه وګټي، نړیوال جام ته ځي- کرکټ


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ چې هر چا لوبه وګټله، نړیوال جام ته ځي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ چې هر چا لوبه وګټله، نړیوال جام ته ځي

د متحدو عربو اماراتو لوبډلې د سوپر۶ په راونډ کې خپله وروستۍ لوبه د زمبابوې نه وګټله او په دې سره نړیوال جام ته د زمبابوې د ورتلو هېلې ختمې شوې.

دا په سوپر ۶ راونډ کې د اماراتو لومړنۍ لوبه وه چې ویې ګټله. عربي متحده امارات د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې (اسوشیټ) غړی او زمبابوې بشپړ غړی دی.

خو د اماراتو دې بري نړیوال جام ته د افغانستان د ورتلو هیلې نورې هم زیاتې کړې، اوس افغانستان باید له ایرلنډ نه لوبه وګټي چې نړیوال جام ته ولاړ شي.

د افغانستان او ایرلنډ لوبه سبا جمعه (مارچ۲۳) ده. د افغانستان لوبډلې په سوپر ۶ راونډ کې د ویسټ انډیز او عربي متحده اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.

ویسټ انډیز خپله وروستۍ لوبه د سکاټلینډ نه وګټله او د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته ووت.

آیرلینډ او افغانستان دواړه په ګروپ کې څلور څلور پواینټه لري او که هرې لوبډلې دا وروستۍ لوبه چې د جمعې په ورځ کیږي، وګټله، نړیوال جام ته وځي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG