د لاس رسي وړ اتصالات

نن کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړېږي


سبا د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه جوړېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په دغه درې اړخیزه غونډه کې پر سولې، سیمه ییزې همکارۍ او له تروریزم سره پر مبارزې خبرې کېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال صمیم عارف د جمعې په ورځ د «لېندۍ پر۲۳مه» امریکا غږ ته وویل چې درې اړخیزه غونډه د درې وړاو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه تر سره کېږي.

عارف زیاته کړه:" سباته دغه درې اړخیزه ناسته په کابل کې تر سره کېږي، چې د افغانستان چین او پاکستان دبهرنیو چارو وزیران پکې ګډون کوي، او همدارنګه ولسمشر غني هم پګې وینا کوي."

د لېندۍ پر ۲مه یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي و چې ټاکل شوې په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترورېزم سره د مبارزې او سولې په تړاو یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

دغه درې اړخیزه غونډه د چین په نوښت تر سره کېږي چې د معلوماتو له مخې چین په دغه غونډه کې د ناظر په توګه له افغانستان سره د پاکستان د شوو هوکړو د عملي کېدو نظارت کوي.

سرچینې وايي، د دغه غونډې له تر سره کېدو څخه د چین هدف د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي‌ همکاریو زیاتول او په دغه سیمه کې د خپلو اقتصادي منابعو د تر لاسه کولو په هدف د امنیت ټینګښت دی.

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ ورته بله ناسته د ۲۰۱۷ کال کې په چین کې جوړه شوې وه.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم وايي، چې دغه درې اړخیزه غونډه نسبت تېرې غونډې ته د وخت، ځای او اجنډا له‌مخې د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د تېر کال په درې اړخیزه غونډه په چین کې تر ډېره پر هغه مسائلو بحث کېده چې چین ته یې ګټه رسېده چې د کابل ناسته کې به بحث د افغانستان پر سولې راټول وي.

هغه زیاته کړه:'' چین د افغانستان په سوله او ثبات کې ډېر مهم رول ادا کولای شي، نن چې حالات تر پخوا بدل دي نو سبانی کنفرانس تر پخواني کنفرانس متفاوت دی."

تېر کال په چین کې په ورته غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو، د سیمه ییز همکارۍ پر پراخېدو او سولې په اړه خبرې شوي وې.

XS
SM
MD
LG