د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د تورخم او چمن د دروازو تړل د اصولو خلاف دی


د افغانستان د پارلمان غړي د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت نه د بالمثله عمل غوښتنه کوي
د افغانستان د پارلمان غړي د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت نه د بالمثله عمل غوښتنه کوي

تورخم نن بیا د تګ راتګ په وړاندې بند وو، د تورخم دروازه له تېرې ورځې راهیسې تړلې. په سلګونو هغه کسان چې له تورخم اوړي یا را اوړي ایسار پاتې دي.

د پاکستان پوځ تېره ورځ د تورخم دروازه له هغې وروسته وتړله چې د سند د سیهون په سیمه کې د لال شهباز قلندر په زیارت برید وشو او په لسګونو زیارت کوونکي پکې ووژل شول.

لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم د تورخم او سپين بولدک د دروازو تړل د ټولو ډيپلوماتیکو اصولو په خلاف بولي.

ښاغلي شهیم وویل‪"دا د ټولو ډيپلوماتیکو دودونو او د ګاونډیتوب د ارزښتونو په خلاف کار دی. دوی تېره ورځ د تورخم او بولدک دروازې په یو اړخیز ډول او د عواقبو په نه سنجولو سره وتړلې، ددغو لارو د خلاصون لپاره زمونږ سیاسي مراجعې له پاکستان سره په اړیکه کې دي‪".

د تورخم او بولدک د دروازو د تړلو ترڅنګ پاکستاني پوځ نن هم د ننګرهار په لالپورې راکټي بریدونه کړي دي.

د افغانستان د پارلمان غړي له افغان حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه کوي. د پارلمان غړی عبدالقادر ځاځی وايي د دروازو تړلو د ټولو ډيپلوماټیکو دودونو په خلاف کار دی.

سیاسي څېړونکی انتظار خادم وايي، پاکستان دا تکتیکي عمل کړی او غواړي د قضیې اړخ بدل کړي.

"پاکستان غواړي نړیوالو ته ځان معصوم وښیي او هغه خطرات چې افغانستان، د افغانستان خلک او حکومت ته متوجه دي، په دې کې غواړي ځان ناپیئلی وښي."

د افغانستان سوداګریزې خونې وايي، له تېرې ورځې راهیسې یې په تورخم او بولدک کې په زرګونو د مالونو د لیږد را لیږد موټرې ولاړې دي او له دغو دواړو لارو له دوه زره زیات لارۍ مالونه لیږدوي.

سوداګریزې خونې وايي، لا هم د خسارې کچه نده معلومه خو دا لارې خلاصې نشي زیان به وویني.

XS
SM
MD
LG