د لاس رسي وړ اتصالات

سولې عالي شورا: له اسلامي حزب سره خبرې بریالۍ دي


مولوي عبدالخبیر اوچقوند وایي په نننۍ غونډه کې د دواړو غاړو تر منځ په اکثرو مسایلو هوکړه شوې ده.
مولوي عبدالخبیر اوچقوند وایي په نننۍ غونډه کې د دواړو غاړو تر منځ په اکثرو مسایلو هوکړه شوې ده.

د افغانستان د سولې د عالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب درې کسیزه پلاوي ترمنځ، نن د سه شنبې په ورځ د سولې مخامخ خبرو دویمه غونډه په کابل کې جوړه شوه.

د سولې عالي شورا یو مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند امریکا غږ ته وویل، په نننۍ غونډه کې د دواړو غاړو تر منځ په اکثرو مسایلو هوکړه شوې ده.

هغه وویل "تقریباً اویا تر اتیا فیصده خبرې له اسلامي حزب سره مخکې تللي دي، دوه درې مسئلې چې موجودې دي په بلې غونډه کې به ورباندې بحث وشي، هیله مندي زیاته ده چې له اسلامي حزب سره هوکړې ته ورسیږو."

د ښاغلي اوچقوند پر وینا، د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه لیک په درېو فصلونو او ۲۶ مادو کې جوړ شوی، چې په کې د اختلاف درې ټکي لا هم د بحث وړ دي.

ښاغلي اوچقوند په ډاګه نه کړه، چې دواړه غاړې په کومو موضوعګانو د نظر یووالی نه لري، خو وې ویل چې د اختلاف ټکي د اندېښنې وړ نه دي.

هغه وویل "د هوکړې یوه ماده دا وه، چې د افغانستان دولت باید، د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو هیوادونو په ځانګړې توګه د امریکا له متحده ایالاتو څخه وغواړي، چې هغه بندیزونه له مخې پورته کړي چې پر اسلامي حزب لګېدلي دي، پرته له دې زه فکر نه کوم چې یوې اساسي هوکړې ته ورسیږو."

ښاغلي اوچقوند د لنډمهالي حکومت جوړول رد کړل او وې ویل، د حکمتیار اسلامي حزب غواړي چې د ملي یووالي حکومت سره یوځای شي، د افغانستان د نافذ شوو قوانینو په رڼا کې خپلې سیاسې مبارزې ته دوام ورکړي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې ګډون وکړي.

مشرانو جرگه

په همدې حال کې نن د افغانستان مشرانو جرګې د افغان حکومت او وسله‌والو مخالفینو تر منځ د سولې د روان بهیر د څرنګوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د مشرانو جرګې غړې رونا ترین نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د سولې روانې هلې ځلې مثبتې پایلې نه لري او زیاته یې کړه که چیرې دغو خبرو پایلې درلودی نو پخواني حکومت هم زیاته هڅه وکړه خو کومې مثبتې پایلې ته و نه رسید.

هغې وویل "د افغانستان د ملي وحدت له حکومت څخه هیله کوم، چې نور د سولې په خبرو باندې زیات ټینګار و نه کړي، هغه سوله چې یو فقط یو خوب دی، یو خیال دی او یوه غلطه وعده ده، چې د افغانستان خلکو ته او د افغانستان دولت ته ورکول کېږي."

دغه راز د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار وویل، چې پاکستان د سولې په خبرو کې رښتینی نه دی او باید افغانستان له دغه هیواد سره جګړې ته چمتوالی ونیسي.

هغه وویل "زما په نظر سوله په آسانۍ نه راځي، ځکه چې د پاکستان استخباراتي ډله دې ته نه ده چمتو، چې هغه څوک چې دوی یې زموږ د مخالفت لپاره روزي هغوی سولې ته تیار کړي، هغوی په افغانستان کې ګډوډي غواړي او په افغانستان کې خپل لاسپوڅی حکومت غواړي. د افغانستان ملت او د افغانستان خلک دې ته حاضر نه دي چې د پنجاب لاسپوڅي شي."

هغه پر ملي شورا د تیرې ورځې راکټي بریدونو ته په اشارې وویل، پاکستان د تیر په څیر د افغانستان په چارو کې لاس‌وهنه کوي.

ښاغلي مسلمیار وویل، چې افغانان د سولې روان بهیر ته خوشبینه نه دي او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې مشرانو جرګې ته ځواب ووایي.

XS
SM
MD
LG