د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې خبرې د مرغومي تر ۱۶مې وځنډېدې


د سولې بین الافغاني خبرې د سپټمبر په ۱۲ مې په رسمي توګه په دوحه کې پیل شولې.
د سولې بین الافغاني خبرې د سپټمبر په ۱۲ مې په رسمي توګه په دوحه کې پیل شولې.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې خبرې د شاوخوا درېو اونیو لپاره وځنډیدلې.

د دواړو لورو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې د اجنډا د موضوعاتو ابتدایي لستونه تبادله شوي او د موضوعاتو په اړه لومړني توضیحي بحثونه هم شویدي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د اجنډا د موضوعاتو د لا روښانتیا لپاره د سلا مشورو په خاطر د مذاکراتو دویم پړاو به د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۱۶مې پیل شي.

تر اوسه نده معلومه چې د سولې خبرې به بیرته په دوحه یا بل کوم ځای کې پیل شي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب ویلي چې د سولې د خبرو پاتې پړاوونه دې په هیواد کې دننه تعقیب شي.

ښاغلي محب نن د شنبې په ورځ په ټویټر کې لیکلي، "افغان حکومت چمتو دی د هیواد هره سیمه چې طالبان پیشنهادوي هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي".

په دوحه کې د سولې خبرې پداسې وخت کې ځنډیږي چې نن د شنبې په ورځ، ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۲) د کابل په ښار لس راکټونه ولګیدل.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې راکټونو د توغولو ادعا نده کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پدې راکټونو کې یوازې ۱ تن وژل شوی او ۲ نور ټپي شویدي.

دا په روانې میاشتې کې دویم ځل دی چې د کابل په ښار توغندي واریږي.

د همدې روانې لیندۍ د میاشتې په سر کې په کابل د راکټونو د توغولو ادعا د داعش وسله والې ډلې کړې وه.

XS
SM
MD
LG