د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د افغانستان ځواب: د طالبانو ضد ولسي پاڅونوال ملېشي نه دي


د طالبانو ضد ځايي جنګیالي
د طالبانو ضد ځايي جنګیالي

د افغانستان د دفاع وزارت په کابل کې د پاکستان د سفیر هغه خبرداري ته ځواب ورکړی چې وايي د طالبانو په ضد د «ملېشو جګړه» به حالت نور هم خطرناک کړي.

د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن شنبه جولای لسمه (چنګاښ۱۹) وویل که وضعیت د طالبانو او ملېشو ترمنځ په جګړې بدل شي، حالت به نور هم خراب شي او «په همدې خاطر دا مهمه ده چې د دغو ستونزو او بریدونو سره د مقابلې لپاره د افغانستان د حکومت ظرفیت لا غښتلی» شي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي د طالبانو په ضد چې کوم خلک پاڅېدلي، ملېشې نه بلکې ولسي خلک دي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مبارزه کوي.

د وزارت ویاند فواد امان وویل: «دوی د افغانستان خلک دي چې له طالبانو څخه کرکه لري او نه غواړي چې بیا طالبان په افغانستان کې تکرار شي او افغانستان تېرو تیارو، وحشت او دهشت ته وګرځول شي.»

ښاغلي امان وویل که پاکستان رښتیا هم په افغانستان کې د امنیت په اړه اندېښنه لري، د طالبانو حمایت دې بند کړي او نه دې پرېږدي چې د هغه په خبره د طالبانو مشران د پاکستان په خاورې کې په افغانستان کې د خپلو بریدونو پلانونه جوړ او افغانان دې په وینو کې لت پت کړي.

هغه وویل: «د طالبانو پټیدو ځایونه په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه د افغانستان د خلکو وژل پلان کیږي. دا د پټیدو خوندي ځایونه باید ویجاړ شي.‌»

تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو زخمیانو د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کیږي او مړي یې هم هلته خښیږي.

د پاکستان حکومت تل پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی، خو پاکستان دا تورونه نه مني.‌

د پاکستان سفیر دا خبره هم وکړه که افغانستان کې وضعیت خرابیږي، د افغان کډوالو یوه بله څپه به پاکستان ته پيل شي.

سفیر وویل چې افغانستان کې باید یو هر اړخیز سیاسي توافق وشي چې د حالت د خرابېدو مخه ونیول شي.‌

تېره ورځ د طالبانو یو مشر ادعا وکړه که وغواړي په دوو اوونیو کې ټول افغانستان باندې ولکه ټېنګولی شي او په خبره یې د افغانستان په ۸۵ سلنې خاورې کنترول لري.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د طالبانو دا ادعا هم رد کړه او وویل: « که طالبان په ۸۵ سلنه خاوره کنترول لري، بیا یې ولې مشران او کورنۍ له افغانستان څخه د باندې اوسیږي.»

په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیزاد قطر او سیمې ته تللی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې بهیر تعقیب کړي.

اخوا په کابل کې د افغانستان د «ملي مصالحې د عالي شورا» مشر عبدالله عبدالله د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره په خبرو کې ټېنګار کړی چې « طالبانو د جګړو او بریدونو» زیاتولو ته مخه کړې ده.

ښاغلي عبدالله ویلي دي:« سوله د حل یوازینۍ لار ده. خو سولې ته ژمنتیا او پابندي په دې مانا نه ده چې موږ دې د طالبانو د بریدونو په اړه بې تفاوته پاتې شوو. طالبان باید پوه شي چې په زوره بریالي کېدای نشي.»

په دغه راپور کې د فرانسې پرس له معلوماتو څخه هم کار اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG