د لاس رسي وړ اتصالات

آی او ایم: تېر کال څه باندې ۱.۱ میلیون افغانان هیواد ته ستانه شوي 


د مهاجرت نړیواله اداره وايي، چې په تیر ۲۰۲۱ میلادي کال کې شاوخوا یو میلیون او ۱۵۰ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې "آی او ایم" په افغانستان کې ستنیدونکو افغان کډوالو او په کور دننه د بې ځایه شویو افغانانو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په تیر ۲۰۲۱ میلادي کال کې له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه د تیر نومبر د میاشتې تر وروستیو پورې شاوخوا یو میلیون او ۱۵۰ زره افغان کډوال، چې اکثریت یې په دغو دوو هیوادونو کې د اوسیدلو قانوني اسناد نلرل خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

"آی او ایم" وايي، چې د دغه شمیر یوازې ۱۹۱۴۳ تنه له پاکستان او پاتې نور ټول له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم" د راپور له مخې د دغه شمیر سربیره د جنګ جګړو او طبیعي پیښو له امله هم د تیر میلادي کال له پیل څخه د نومبر تر وروستیو پورې نږدې ۶۷۰زره افغانان دننه په هیواد کې خپلو مینو څخه نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.

دا شمیر افغانان په داسې کې له ګاونډیو هیوادونو څخه وطن ته ستانه شوي، چې د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ "یو این ایچ سي ار" د یو راپور له مخې په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه ایران ته په غیر قانوني ډول د تلوونکو افغانانو شمیر کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

خو د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د رسنیو پخوانی سلاکار عبدالباسط انصاري وایي چې اکثره شمیرې، چې د ستنیدونکو او کورنیو بې ځایه شویو په اړه ورکول کیږي تخمیني دي.

ښاغلي انصاري امریکاغږ ته وویل، چې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د شمیر له مخې اوس مهال په مختلفو ولایتونو کې یو میلیون او درې سوه زره بې ځایه شوي کسان ژوند کوي. د ښاغلي انصاري په وینا دقیق ارقام تراوسه نه دي مشخص شوي.

عبدالباسط انصاري په دې باور دی، چې له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته د افغانانو د تللو یو علت دننه په هیواد کې اقتصادي ستونزې دي.

افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي او بې ځایه شوي افغانان وايي، چې په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کوي او د ژوند د تیرولو لپاره د کار کولو امکانات ورته نه دي برابر شوي. خو د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په تیرو پنځه میاشتو کې د دغه وزارت له لارې ۲۰۰زرو بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدې مرستې شوي دي او دا لړۍ لا روانه ده.

ښاغلي حقاني وویل، چې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې په راتلوونکي هم بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو پر مهال هغوی ته نغدې پیسې ورکړي، ترڅو کورنۍ پخپله پریکړه وکړي او ځانونو ته د اړتیا وړ مواد برابر کړي.

XS
SM
MD
LG