د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان اپریل کې په ۴۴ الوتنو کې ۲۴۵ ټنه توکي صادر کړي


افغان حکومت د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په میاشت کې لومړی هندوستان ته د هوايي دهلیز له لارې صادرات پیل کړل.
افغان حکومت د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په میاشت کې لومړی هندوستان ته د هوايي دهلیز له لارې صادرات پیل کړل.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي د سه شنبې په ورځ ( ثور۱۷ مه) ویلي، چې د تیر اپریل په میاشت کې افغان حکومت په ۴۴ ځانګړو الوتنو کې هندوستان، سعودي عربستان، ترکیه او متحده عربي اماراتو ته ۲۴۵.۷ ټنه توکي صادر کړي دي.

ښاغلي احمدي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې تیره میاشت ۱۲ الوتنې هندوستان، دوه الوتنې سعودي عربستان، ۲۳ الوتنې اروپايي هیوادونو ، څلور الوتنې ترکیې او درې نورې متحده عربي اماراتو ته شوي، چې په ترڅ کې يې ۲۴۵.۷ ټنه توکي دغو هیوادونو ته لیږدول شوي دي.

افغان حکومت د ۲۰۱۷ کال په دوبي کې لومړی هند او بیا یو شمیر نورو هیوادونو ته د هوايي دهلیزونو د پرانیستلو له لارې افغان تولیداتو د صادرولو پروګرام پیل کړ.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۷ کال د جون له میاشتې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د تیر اپریل تر میاشتې د دغو هوايي دهلیزونو له لارې یو شمیر اروپايي او اسیايي هیوادونو ته په ۵۷۴ الوتنو کې ۶۷۰۰ ټنه توکي استول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان حکومت د هوايي دهلیزونو له لارې د افغان سوداګرو او پانګه والو مالونه د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوايي ډګرونو څخه د روسيې په ګډون یو شمیر اروپايي هیوادونو، چین، ترکيې، هند، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادروي.

ښاغلي رسا وویل " سږکال د کابل انګور هندوستان ته صادریږي، د کندهار انار اروپا ته ځي، د هرات زعفران سعودي عربستان ته د پکتیا، پکتیکا او خوست جلغوزي چین ته ځي، مونږ د افغانستان صادراتي توکي د نړۍ مختلفو هیوادونو ته صادروو".

هغه وویل، سږکال په پام کې ده، چې د الوتنو شمیر اوبهرنیو هیوادونو ته د توکو د لیږد اندازه هم زیاته شي.

ښاغلي رسا وویل، ژر به د بامیان څخه بهرته د کچالو صادرات هم پیل شي.

XS
SM
MD
LG