د لاس رسي وړ اتصالات

یوې افغانې په ورزش کې د زړورتیا جایزه وگټله


د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم غړې هاجر ابوالفضل د beyond the sport یا د ورزش وراخوا ټولنې د زړورتیا جایزه وگټله.

د جایزو دغه غونډه د امریکا په نیویارک ښار کې جوړه شوی وه. د نړۍ د مختلفو هیوادونو ورزشکارانو او ورزشي بنسټونو چې په خپلو ټولنو کې یې د ورزش د ترویج لپاره د پام وړ فعالیتونه کړي وو په ٣٧ کتگوریو کې په کې گډون کړی و.

افغانه ورزشکاره هاجر ابوالفضل د دریو نورو کاندیدانو په ډله کې وه چې ټول په شیکاگو او کالیفورنیا کې په خپلو ټولنو کې د ورزش د ودې لپاره فعالیت کړی و.

افغان ورزشکاره ابوالفضل وایي دا جایزه یواځې د دې نه ده بلکې د افغانستان د ټولو ښځو او نجونو ده چې یو وخت یې ددې توان نه درلود چې خپل غږ پورته کړي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم دغې لوبغاړی د ټولو هغو کسانو نه مننه وکړه چې ورسره یې د هغې په وینا د ژوند دغه پړاو ته د رسیدو لپاره مرسته او ملاتړ کړی.

د ورزش وراخوا ټولنه د ٩ کلونو راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو د ورزشي بنسټونو، یونیسف او د ماشومانو د حقونو نورو مدافع ټولنو په مرسته د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ورزش د بنسټیز کیدو او عام کیدو لپاره فعالیت کوي.

د امریکا د "کج غیږې نیولو" ورزشي فدراسیون د ورزش وراخوا ټولنې یو له تمویلونکو څخه دی.

هاجر ابوالفضل د امریکا د کج غیږې نیونې مشهورو لوبغاړو نیا جکس او سنیع سین سره
هاجر ابوالفضل د امریکا د کج غیږې نیونې مشهورو لوبغاړو نیا جکس او سنیع سین سره

د امریکا د کج غیږې نیونې مشهورې لوبغاړې نیا جکس د افغانې هاجرې په ستایلو سره وویل، غوښتل یې د سیالۍ میدان ته پر دانگلو سره د یوې ښځې په توگه بدلون رامنځ ته کړي خو د هغې په وینا دغه افغان د ټول هیواد د ښځو لپاره دا کار کوي او "نن هغه ماته یوه اتله ده".

د امریکا دغه ورزشي فدراسیون هاجر ابوالفضل ته د اتلولۍ یو کمربند د یوه ځانگړې جایزه په توګه هم ډالۍ کړ.

د ورزش وراخوا ټولنې د ٢٠١٧ کال په جایزو کې د افغانستان د سکیټ بازانو یوې ډلې هم گډون کړی و. دوی "په ټولنې باندې د ورزش د تاثیر" په کتگورۍ کې جایزې ته کاندید وو، خو ویې نشو کړای چې دا کتگوري خپله کړي.

XS
SM
MD
LG