د لاس رسي وړ اتصالات

د اعتراض کوونکو په وړاندې د طالبانو په چلند د بخښنې نړیوال سازمان غبرګون


د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د سوله ییزو مظاهره کوونکو او خبریالانو په وړاندې د طالبانو چلند چې د هغوی د خورولو لپاره هوایي ډزې او د هغوی وهل ټکول په کې شامل دي ددې ډلې د ژمنو خلاف دي.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان یوې فعالې سمیرا حمیدي ویلي: "طالبانو تل ټینګار کړی چې بشري حقونه مراعت کوي، پدې سره دغه ادعا په بشپړه توګه د هغه څه سره په تناقض کې ده چې د افغانستان په ښارونو کې یې ګورو او اورو."

د رسنیو د رپوټونو له مخې په تیرو دوو ورځو کې په کابل، بدخشان او هرات کې سوله ییزې مظاهرې د طالبانو په واسطه خورې ورې شوي او د یو شمیر رپوټونو له مخې یو شمیر اعتراض کوونکې ښځې د طالبانو په واسطه په دورو وهل شوي دي.

میرمن حمیدي ویلي دي چې هغه افغانان چې کوڅو ته راوځي او اعتراضونه کوي په ځانګړې توګه ښځې "د راتلونکې، ارعاب، آزار او زورونې او تاوتریخوالي" په هکله اندیښمن دي. د میرمن حمیدي په وینا څو خبریالان چې ددغو اعتراضونو د پوښښ لپاره تللي وو وهل او ټکول شوي او وسایل یې ضبط شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د مظاهرو ویدیوګانې چې طالبان په کې د اعتراض کوونکو د شړلو هڅه کوي، په مستقله توګه یې تائید کړي دي. د بشري حقونو د دفاع دغه بنسټ ویلي چې د طلوع، اریانا او اطلاعات روز خبریالان د طالبانو په واسطه وهل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد، په افغانستان کې او په ځانګړې توګه په کابل کې شوي اعتراضونه "آشوب" او اعتراض کوونکي "آشوبگر" وګڼل.

ښاغلي مجاهد د سه شنبې په ورځ سپتمبر اوومه (وږي ۱۶) په یو خبري کنفرانس کې په کابل کې ننیو مظاهرو ته په اشارې وویل: "مظاهرې تر اوسه قانوني صبغه نلري، هر هغه څوګ چې مظاهرې کوي د اشوب په معنا دي."

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او خلکو ته اجازه ورکړي چې د سوله ییزو مظاهرو او ټولنو اساسي حق تمثیل کاندي. دغه بنسټ همداشان ویلي چې باید خبریالانو ته اجازه ورکړل شي چې له ویرې پرته د مظاهرو پوښښ وکړای شي.

پدې ترڅ کې متحده ایالاتو او یو شمیر غربي هیوادونو ویلي دي چې بشري حقونو ته د درناوي په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او د بیان د ازادۍ په اړه د طالبانو کړنې څاري.

د بخښنې نړیوال سازمان د نړیوالې ټولنې غوښتي چې د خپل ټول نفوذ څخه کار واخلي او د افغانستان د خلکو د بشري حقونو ژغورنه وکړي.

XS
SM
MD
LG