د لاس رسي وړ اتصالات

ملینګا: که مو لوبغاړي حوصله وکړي، افغانستان ته ماتې ورکوو


ملینګا د سریلانکا یو کامیاب بالر بلل کیږي
ملینګا د سریلانکا یو کامیاب بالر بلل کیږي

د سریلانکا د کرکټ وتلي لوبغاړي لسیت ملینګا له خپلو منډه جوړوونکو غوښتي چې د افغانستان خلاف لوبې کې باید تر فشار لاندې رانشي.

ښاغلي ملینګا له افغانستان سره تر لوبې یوه ورځ مخکې (جون۳) خبریالانو وویل چې لوبډله یې له حالاتو سره بلده ده او یوازې باید په لوړ مورال ولوبیږي.

هغه وویل "زه پوهیږم چې پر موږ فشار دی، خو باید له فشار پرته لوبه وکړو او خپله هڅه وکړو."

هغه وویل چې د افغانستان په لوبډلې کې ځینې لوبغاړي په نړیوالو تجارتي لیګونو کې لوبیږي او په خبره یې پوهیږي چې کله لوبه تیزه کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان ګلبدین نایب هیله ښودلې ده چې سریلانکا ته ماتې ورکړي.

ګلبدین خبريالانو ته وویل "زه هیله لرم چې د سریلانکا خلاف به ښه لوبه وکړو. که موږ پوره ۵۰ اورونه ولوبو او بیټېنګ وکړو، د هغوی لپاره به لوبه سخته شي. هغوی په دې وروستیو کې ډېرې لوبې بایللې دي."

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبه د سه شنبې په ورځ (جون۴) ده. سریلانکا د نړیوال جام په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پر نیوزلنډ او افغانستان بیا پر انګلنډ بایللې ده. دواړه به هڅې کوي چې خپل لومړی بری ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG