د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند شنبه نومبر ۹ ( لړم ۱۹) ویلي چې ټاکل شوې د دوي یو پلای په آزربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په غونډې کې برخه واخلي.
دا د ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واکمن شوي، لومړی ځل به وي چې پدې ډول یوې غونډې کې برخه اخلي.
د طالبانو ویاند عبدالقهار بلخي پدې غونډې کې د طالبانو د ګډون په هکله ویلي، "د افغان حکومت یو پلاوی به باکو ته ولاړ شي چې د دوشنبې په ورځ د اقلیم بدلون په ۲۹ مې غونډې کې برخه واخلي".
سره لدې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي چې پدې غونډې کې د طالبانو استازي په کوم ظرفیت برخه اخلي خو یو شمیر سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو پلاوی به د ناظرینو په هکله پدې غونډې کې ګډون ولري.
افغانستان په نړۍ د اقلیم بدلون له کبله د خطر سره مخ هیوادونو په قطار کې شپږم مقام لري او طالب چارواکو ټینګار درلود چې پدې غونډې کې باید ورته د ګډون فرصت ورکړل شي او دا یې هم ویل چې په نړیواله کچه څنډې توب یې باید د دې لامل نشي چې د اقلیم په هکله په نړیوالې غونډې کې برخه وانخیستلی شي.
د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پيژندلی.
خو د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکو په پرله پسې توګه غوښتي چې د اقلیم بدلون موضوع باید سیاسي نشي او د چاپیریال ساتنې اړوند پروژو بیرته پیل کیدو غوښتنه یې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو راهیسې بندې شویدي.
ټاکل شوې چې د آزربایجان په پایتخت باکو کې دا غونډه د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له ۱۱ مې څخه تر ۲۲ مې پورې روانه وي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، په افغانستان باندې مخ په زیاتیدونکي توګه د اقلیم د بدلون اغیزو ته په کتنې ویلي، په دې مسله د افغانانو د غږ د اوریدلو پرته نړیوال بحث ته نشي تللی.
ملګري ملتونه وايي چې په داسې حال کې چې د اقلیم په بدلون کې د افغانستان ونډه نږدې د هیڅ په حساب ده دا هیواد د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او د اقلیم د اغیزو د کمولو لپاره لازم چمتوالی هم نلري.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د بې وخته اورښت په پایله کې د ناڅاپي سیلابونو راوتل او وچکالۍ پراخیدل د اقلیم د بدلون زیږنده ګڼي او وايي چې د اقلیم بدلون اغیزو په ټول دغه هیواد کې د خلکو په ژوند ناسمې اغیزې کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، د اقلیم بدلون په ټولنه کې د ډېرو زیان منونکو خلکو پر روغتیا اغېز کړی او د بې وزلۍ، مهاجرت او بې ځایه کیدو لامل شوی دی.
سره لدې چې ازبکستان هم په افغانستان کې د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت ندی پيژندلی خو د ۲۰۲۴ کال په پیل کې یې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیست.
فورم \ دبحث خونه