د عصري تشنابونو او د کانالیزسیون نشتوالی، د عامه پوهاوي دکچې ټېتوالی، پاکو اوبو ته د خلکو نه لاسرسی او تر ټولو مهم د خلکو کمزوری اقتصادي حالت د دی لامل شوي چې ځینې کسان اوس هم له لوټو څخه استفاده وکړي.
که د لوټو په استعمال باندې لګښت نه راځي او یو وړیا شی دی، خو کومې ناروغۍ چې د لوټو د استعمال له لارې پېداکیږي، درمنله یې ډېره ګرانه تمامېدی شي.
د جلدي ناروغیو متخصص، ډاکټر محمود ګل کهدامنی وایي چې له لوټو څخه استفاده د انتاني، ویروسي، نباتي، فلنګسي او باکتریایي او دې ته ورته نورو ناروغیو سبب کیږي.
ښاغلي کهدامني وویل کېدی شي دغه ناروغۍ د جنسي اړیکو له لارې یو کس نه بل ته انتقال شي او تر څنګ یې د میندوارو ښځو په نس کې د ماشوم د بیمارۍ لامل هم وګرځي.
هغه وویل" یوه ناروغي چې معمولا د لوټو د استفادې له لارې پیدا کیږي زخي دي چې د ”Condyloma Acuminatum" په نامه هم یادیږي. دا د مقعد په شاوخوا کې څرګندیږي او د چرګ څرخول او تاج ته ورته دی."
کهدامنی وایي هغه زخې چې په لاسونو او پښو کې پیدا کیږي لامل یې تر قضا حاجت وروسته له لټو څخه استفاده او له خاورو سره تماس نیول دي.
د عامه پوهاوي کموالی
یو له هغو دلایلو څخه چې خلک اوس هم له لوټونه استفاده کوي دا دی چې هغوی د لوټو د استعمالولو په زیانونو نه پوهیږي.
د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې مسووله اداره ګڼل کیږي چې خلک باید د قومي مشرانو، ملا امامانو او ښونځیو له لارې په هغو ناروغیو خبر کړي چې د لوټو د استعمالو په نتیجه کې پیدا کیږي.
د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو مسووله، ډاکټرې ناجیه طارق امریکا غږ آشنا ته وویل چې دوی د بېلا بېلو، لکه د پوسټرونو د چاپ او خپرولو له لارې خلکو ته په دغه برخه کې د دغه کار د زیانونو په اړه د معلوماتو ورکولو هڅه کړې ده.
هغې وویل" روغتیايي کارکوونکو دا ټول پروګرامونه په ټولنې کې تطبیق کړي دي او خلک یې هڅولې چې د اودس وچولو لپاره اوبه او د تشناب کاغذ استعمال کړي، او دا یې هم ورته ویلي چې لوټې د میکروب د خپرېدو سرچینه ګنل کیږي."
آغلې طارق ومنله چې د عامي روغتیا وزارت کولای شي چې په دغه برخه کې تر دې نور هم زیات کار وکړي.
فرهنګي ستونزې
یوه مهمه ستونزه په دې برخه کې دا ده چې د افغانستان ځینې خلک دا جدي موضوع نه ګڼي او آن نغواړي چې په دې اړه خبرې وکړي او یا نور پرې خبر کړي.
معمولا په دا ډول مسایلو باندې خبرې کول او په افغان ټولنه کې شرم ګڼل کیږي.
خو د جلدي نارغیو متخصص ډاکټر عبدالمالک فرهمند چې د اندرا ګاندي په روغتون کې کار کوي وايي چې هغه ناروغۍ چې د لوټو د استعمال نه پیدا کیږي، جدي دي او باید مشران، سپین ږیري، ملا امامان او ښوونکي په دې اړه د نورو د خبرولو او پوهولو په برخه کې ونه شرمیږي.
هغه وویل کیدای شي چې په افغانستان کې ۲۰ نه تر ۳۰ فیصده خلک د اودس د وچولو د پاره له لوټونه استفاده وکړي چې دغه شمېره کمه نه ده.
ډاکټر فرهمند وویل"د دین له نظره دا خبر باید په چا بده ونه لګیږي، ولې چې زمونږ امامان هم د ټولني د اصلاح په خاطر ورته مسایل بیان کړي دي او ډاکټرانو، ملا امامانو او ښوونکو ته هم په کار ده چې د ټولني د ستونزو د حل لپاره په دي هکله خبری وکړي او ونه شرمیږي."
د کانالیزسیون نشتوالي په افغانستان کې دعصري تشنابونو د کموالي یو بل لامل بلل کیږي. چاپېریال ساتنې د ادارې چارواکي وایي چې کانالیزسیون نشته د عصري تشنابونو او کموډونو اوبه لاندې ځمکې کوزیږي او د اوبو د زیرمې ککړوي.
ډاکټران او د چاپېریال ساتني متخصصین وایي چې د دغو اوبو ککړتیا د اندېښنې وړ ستونزه ده چې د خلکو روغتیا لپاره خطرناکه ثابتیدای شي.
سره له دې چې تر اوسه په دې برخه کې کومه دقیقه احصاییه موجوده نه ده، ډاکټران وایي چې لا تر اوسه هم زرګونه افغانان د لوټو د استعمالولو په خاطر په مختلفو ناروغیو اخته شوي او اخته کیږي.
د یادولو ده چې شاید دا ستونزه یوازې په افغانستان کې نه وي، بلکې په نورو هېوادونو کې هم وي.