د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ بورډ د ۱۹کلنو کم عمره نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه


افغان کرکټ بورډ د راتلونکي ۱۹ کلونو کم عمره ځوانانو نړیوال جام ته د فرهان زاخېل په لوبډلمشرۍ تر ۱۹ کلونو کم عمره ۱۵ کسیزه افغان لوبډله اعلا کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن یکشنبه د «لېندۍ پر۱۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې افغان لوبډله د غوراوي کمېټې لخوا د لوبغاړو لیاقت او وړتیا ته په کتو غوره شوې ده.

د یو ورځنیو لوبو دغه نړیوال جام په سویلي افریقا کې تر سره کېږي.

فرید هوتک زیاته کړه، چې د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيزه نوملړ کې لاندې کسان شامل دي.

"فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي."

هغه وویل:"غوراوي کمېټې ياد لوبغاړي ټول د دوی کارکردګۍ او وړتيا ته په کتلو غوره کړي دي، تر څو د ۱۹ کلنو په راتلونکي نړيوال جام کې د افغانستان لپاره ښه وځلېږي او د هېواد لپاره وياړونه راوړي."

نوموړي زیاته کړه، چې سميع سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی د احتياطي يا ريزرف لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

هغه وویل، چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سویلي افریقا کې پيلېږي چې د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې به دوام ولري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افغان لوبډله په «ډي» ګروپ کې شامله ده، چې په دغه ګروپ کې به د جنورۍ په ۱۷مه له سويلي افريقا، د جنورۍ په ۲۲مه له متحده عربي اماراتو او د جنورۍ په ۲۴مه له کاناډا لوبډلې سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG