د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو 'شمېر پام وړ زیات' شوی


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي د روان ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دامهاله د ماشومانو او میندو په ګډون په خوارځواکۍ اخته ۸۲۰زره ناروغانو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر د دوشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولې ۱۶) خبریالانو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې له دغه ډلې څخه، ۵۷۰زره هغه یې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان دي چې هغوی ته روغتیايي خدمات برابر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه موده کې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۳۸۱زره پېښې او ۱۸۹زره متوسطې پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلي هژیر زیاته کړه د هغوی څېړنې ښيي چې اوس مهال تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۸ میلیون ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ څخه ځوریږي. د روغتیا وزارت ویاند د معلوماتو په اساس له دې شمېر څخه، شاوخوا یو میلیون هغوی په سختې خوارځواکۍ او شاوخوا ۲.۸ میلیون په متوسطې خوارځواکۍ اخته دي.

ښاغلي هژیر تر دې مخکې ویلي و چې د روان میلادي کال له پيل څخه په افغانستان کې څه باندې ۳۶۰زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي و.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ ناروغۍ درملنې ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي.

د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې: "همدارنګه یادو ناروغانو ته د درملنې او داخل بستر لپاره ۱۲۰ مرکزي، ولایتي او حوزوي روغتونونه جوړ شوي دي.اوس مهال زموږ سره ۱۲زره او ۴۰۰ ناروغان زموږ سره د داخل بستر په شکل سته."

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد اګ ایویا د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ ناروغۍ پېښې زیاتیږي.

هغه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې د یونیسف د تغذې د برخې له مسؤل سره یو ځای یې په کابل او پروان ولایتونو کې یو شمېر رغتونونو څخه لیدنه کړې ده او په دغه روغتونونو کې په خوارځواکۍ اخته ناروغانو د درملنې بهیر تر څارانې لاندې نیولی دی.

ښاغلي ایویا زیاته کړې چې هغوی هغه ماشومان هم لیدلي چې د ژوند له لاسه ورکولو په حال کې و.

دا په داسې حال کې ده چې تر هغه یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وویل چې سږ کال په افغانستان کې ۱.۱ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د یونیسف د راپور په اساس چې دغه شمېر د ۲۰۱۸ کال خوراځواکۍ ناروغۍ له د شمېر په پرتله تقریباً دوه برابره دی.تیر کال هم د دغه ناروغیو شمېر څه کم یو میلیون و.یونیسف ویلي چې هره ورځ په روغتونونو کې په خوارځواکۍ اخته د پام وړ ناروغان بستر کیږي.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازي محمد اګ ایویا وايي د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې د بستر شوو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG