د لاس رسي وړ اتصالات

مشران دې میندې او پلرونه د ماشومانو واکسین کولو ته وهڅوي– د ننګرهار ځینې اوسیدونکي


روغتیاپالان وايي، هغه کورنۍ چې په کم عمر کې ځوانانو ته ودونه کوي او هغوی بیا ماشومان پیدا کوي، لازمه ده چې کورنۍ ورسره د ماشومانو د روغتیا په برخه کې مرسته وکړي.عکس- ارشیف​
روغتیاپالان وايي، هغه کورنۍ چې په کم عمر کې ځوانانو ته ودونه کوي او هغوی بیا ماشومان پیدا کوي، لازمه ده چې کورنۍ ورسره د ماشومانو د روغتیا په برخه کې مرسته وکړي.عکس- ارشیف​

د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي وایي، کم عمره ځوانانو ته واده کول د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د دوی د پیدا کېدوونکو ماشومانو ژوند هم ننګوي.

دوی وايي چې دغه کم عمره مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو روغتیایي اړخ ته هغه ډول پاملرنه نشي کولای، لکه څرنګه چې په کار ده؛ له دې امله د ګوزڼ په ګډون د ګڼو نورو ساري ناروغیو په وړاندې ددغو ماشومانو د وجود مقاومت کمزوری وي.

د ننګرهار ولایت په یو شمیر سیمو کې ګڼې کورنۍ خپلو کم عمره ماشومانو ته ودونه کوي، چې دوی بیا په هغه توګه د خپلو ماشومانو پالنه نه شي کولای چې څومره د مور او پلار مسؤولیتونه دي.

د دوی پاملرنه بیا تر ډیره پورې د خپلو ماشومانو روغتیايي مسایلو ته نه وي، چې له هغې ډلې څخه یې یو هم د ماشومانو واکسین وي.

کونړ ولایت کې میشت، ډاکټر جمشید وايي هغه کورنۍ چې په کم عمر کې ځوانانو ته ودونه کوي او هغوی بیا ماشومان پیدا کوي، لازمه ده چې کورنۍ ورسره د ماشومانو د روغتیا په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل: "د افغانستان په اکثریت پښتنو سیمو او په تیره بیا په ختیځو سیمو کې خلک بچیانو ته په کم عمر کې ودونه کوي. همدغه ځوانان چې په کم عمرۍ کې ورته ودونه کیږي هغسې چې لازمه وي د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه نه شي کولی."

ډاکټر جمشید په وینا، تر ډېره هغه ناروغۍ چې ساري وي او باید له وړاندې ورته وقایه وشي، دوی دې مسؤولیت ته متوجه نه وي چې له امله یې ماشومان د ګوزڼ په ګډون په راز راز ساري ناروغیو اخته کیږي.

هغه زیاته کړه، ټولو کورنیو ته په کار ده چې په دغه برخه کې د ځوانانو سره چې ودونه ورته کوي باید د ماشومانو روغتیا ته یې هم پاملرنه وکړي، واکسین ته یې وهڅوي ترڅو په ناروغیو اخته نه شي.

د ننګرهار اوسیدونکي ډاکټر ملنګ وزیري، امریکا غږ ته وویل، کم عمره ځوانان د خپلو ماشومانو روغتیا ته له دې امله ډېره پاملرنه نشي کولی، ځکه چې پدې برخه کې یې د پوهاوي کچه ټېټه وي.

د نوموړي په وینا، تر څنګه یې داسې کلتوري مسایل هم شته چې ځوانان یې له امله خپلو بچیانو ته پام نه کوي او دا د شرم وړ ګڼي چې د کورنۍ د نورو غړو پر وړاندې د خپلو بچیانو پالنه او خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغه خلک چې په کم عمرې کې یې ودونه کړي دي، هغوي په دې نه پوهیږي چې خپلو بچیانو ته د پولیو واکسین په کوم وخت کې وکړي او څه وخت یې اړتیا ده. نو میندو او پلرونو ته په کار دي چې د خپلو کم عمره بچیانو سره مرسته وکړي او هغوی پوه کړي چې خپل ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي، په ځانګړې توګه د پولیو واکسین چې ډیر ضروري دی."

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی، سکندر بیا امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "هغه میندې او پلرونه چې په کم عمرۍ کې ورته واده شوی وي، د هغوی ماشومان نسبت هغو ماشومانو ته چې میندو او پلرونو یې د واده عمر پوره کړی وي د روغتیایي له اړخه کمزوري وي."

د نوموړي په وینا، په کار ده چې د دغه ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د دوی د بدن معافیاتي سیستم نسبت د هغو میندو او پلرونو ته چې پر وخت یې واده کړی وي، یو څه کمزوری وي، دوی باندې د نورو ناروغیو تر څنګ ګوزن هم ژر اغیز کوي.

ډاکټران وايي هغه ماشومان چې نورې ناروغۍ ولري لکه خوارځواکي او یا یې د بدن معافیت کمزوری وي، زیات د ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ سره مخ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG