د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د راتلونکي په اړه اندېښنه لري – رویا رحماني


په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وايې چې ولس له افغان چارواکو سره د خپلو مجلسونو په ترڅ کې د هېواد د راتلونکې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

مېرمن رحماني چې تازه له کابل نه واشنګټن ته راغلې د دوشنبې په ورځ [مارچ ۲] یې په سفارت کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې په اړه سیمه ایزې اجماع او همکارۍ ته اړتیا ده.

سفیرې وویل چې افغانان د سولې په خبرو کې له پرمختګ څخه خوښ دي خو یو شمېر یې له پایلو نه په اندېښنه کې دي.

امریکا د شنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې موافقتنامه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان له افغانستان څخه ووځي.

مېرمن رحماني زیاته کړه: "خلک پوښتنه کوي او لدې چې وروسته به څه پېښېږي، اندېښنه لري."

ځینې مېرمنې وایې چې د امریکا او طالبانو په موافقتنامه کې د افغانانو انساني حقونو، په تېره بیا د ښځو حقونو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

د نجونو تعلیم په افغانستان کې د امریکا لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کیږي هغه څه چې د طالبانو په واکمنۍ کې ترې انجونې بې برخې وي.

د افغانستان سفیره وایې چې له طالبانو سره د امریکا ټولې ژمنې مشروطې دي.

مېرمن رحماني د افغانستان او امریکا "عالي ملګرتیا" ته اشاره کوي او ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې به دوامدارې وي.

XS
SM
MD
LG