د لاس رسي وړ اتصالات

څلور بلک هاک الوتکې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې


امریکا تر ٢٠٢١ کال پورې افغانستان ته د ١٥٩ بلک هاک الوتکو د سپارلو ژمنه کړې ده.
امریکا تر ٢٠٢١ کال پورې افغانستان ته د ١٥٩ بلک هاک الوتکو د سپارلو ژمنه کړې ده.

د امریکا له لوري د افغانستان هوايي قواوو ته د بلک هاک جنګي الوتکو دوهمه جوپه هم نن وسپارل شوه.

د افغانستان د هوايي قواوو قومندان جنرال محمد شعیب پيلوټ وايې چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه به تر ۲۰ زیاتي بلک هاک الوتکې افغانستان ته وسپارل شي.

د کندهار په هوايي ډګر کې د دغو الوتکو د رسمي سپارلو پر مهال د افغانستان د هوايي قواوو قومندان تورنجنرال محمد شعیب پيلوټ خبریالانو ته وويل چې د بلک هاک الوتکو تر لاسه کیدل د افغانستان د هوايي ځواک د غښتلیتا په لاره کې مهم ګام دی.

دم ګړی له یادو الوتکو څخه په تعلیمي برخه کې کار اخیستل کیږي.

بلک هاک الوتکې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00

​په افغانستان کې د امریکاي قواوو د هوايي ځواک جنرال ایچ ې اوکېر وويل چې دوی افغان لوري ته د الوتکو د ورکړې تر څنګ د افغان پيلوټانو د روزنې بهیر هم دوامداره ساتلی.

د کندهار د هوايي لوا مقامات وايي چې د بلک هاک الوتکو لپاره افغان پيلوټان د ناټو سازمان د تعلیماتو پر معیار برابر روزل کیږي او کولای شي چې په هر ډول ستونزمونو حالاتو کې پېچلي ماموریتونه تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG