د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د تروریستي ډلو په اړه د بریکس له دریځ هرکلی کړی


د بریکس غړو هیوادونو په افغانستان او سیمه کې د تروریستي ډلو فعالیتونه غندلي او هغه یې د اندیښنې وړ بللي دي.
د بریکس غړو هیوادونو په افغانستان او سیمه کې د تروریستي ډلو فعالیتونه غندلي او هغه یې د اندیښنې وړ بللي دي.

د افغانستان حکومت د تروریستي ډلو پر ضد د بریکس د غړو هیوادونو له وروستي دریځ څخه هرکلی کړی او هغه یې د تروریزم پر ضد د هیوادونو نوی درک بللی دی.

د بریکس په نوم د نړۍ د پنځو هیوادونو ټولنې د دوشنبې په ورځ د خپلې غونډې په پای کې، په افغانستان او سیمه کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو پر پراختیا اندیښنه ښودلې او په افغانستان کې یې د وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې د تاوتریخوالي غندنه کړې.

د ارګ د مطبوعاتو د دفتر سرپرست شاه حُسین مرتضوي امریکا غږ اشنا ته وویل، د بریکس وروستی دریځ د تروریزم په اړه د هیوادونو نوی درک دی، چې پر وینا یې اوس هیوادونه په دې پوهیدلي، چې تروریستي ډلې یواځې افغانستان ته نه بلکې ټولې نړۍ او بشریت ته ګواښ دی.

ښاغلي مرتضوي وویل "موږ هیله لرو چې دا درک لا پسې پیاوړی شي، ترڅو هیوادونه په ګډو همکاریو او ګډ درک له دغې پدیدې (تروریزم) سره مبارزه وکړي، موږ د بریکس ډلې له وروستي دریځ څخه هرکلی کوو".

د ارګ د مطبوعاتو سرپرست ټینګار وکړ، چې تروریزم ټولو هیوادونو ته ګواښ دی او د هیوادونو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ او ګډو هڅو په نتیجه کې به د تروریزم ضد مبارزه بریا ته ورسیږي.

ښاغلي مرتضوي وویل، چې افغانستان د تروریزم پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او افغان امنیتي ځواکونه د نورو هیوادونو په نیابت د تروریزم په خلاف مبارزه کې هره ورځ قُرباني ورکوي.

هغه وویل، چې هیوادونه باید د افغانانو قُربانۍ درک کړي.

د بریکس ټولنې د تروریزم پر ضد د افغانستان د مبارزې ملاتړ کړی او له هیوادونو څخه یې غوښتي، چې تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره یو موټی شي.

پاکستان کې د تروریستي ډلو په اړه د بریکس غبرګون

د بریکس غړو هیوادونو دغه راز په خپل بیان کې، په پاکستان کې د تروریستي ډلو د شتون یادونه کړې ده او په ځانګړي ډول یې د لښکر طیبه او جیش محمد ډلې فعالیتونه غندلي دي.

دغې ټولنې د تروریستي ډلو او د هغوی د ملاتړو پر محاکمه کولو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د اړوندو هیوادونو حکومتونه مسول بللي دي.

د بریکس په ټولنه کې روسیه، چین، هند، جنوبي افریقا او برازیل غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG