د لاس رسي وړ اتصالات

کرهڼې وزارت: سږکال د غنمو حاصلات ۴۲ ٪ زیات شوي


تیرکال په افغانستان کې سخته وچکالي وه، چې د دغه هیواد شاوخوا ۱۹ ولایتونه یې ځپلي وو.
تیرکال په افغانستان کې سخته وچکالي وه، چې د دغه هیواد شاوخوا ۱۹ ولایتونه یې ځپلي وو.

د افغانستان د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې سږکال په دغه هیواد کې د غنمو حاصلات پنځه میلیونو ټنو ته رسیدلي دي.

د افغانستان د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي احصایې د ریاست او خوړو د نړیوالې ادارې " ایف اې او" یوه ګډه سروې ښيي، چې د تیرکال پرتله سږکال به په افغانستان کې د غنمو حاصلات د تیرکال پرتله تر ۴۲ فیصدو پورې ورسیږي.

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د دوشنبې په ورځ ( چنګاښ درییمه) خبریالانو ته وویل، چې سږکال د للمي غنمو د حاصلاتو په ګډون د افغانستان د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون ټنو ته رسیدلي دي. هغه وویل، تیرکال دا اندازه ۳.۶ میلیونه ټنه وه.

اکبر رستمي وویل، چې سږکال د تیرکال پرتله په افغانستان کې یو نیم میلیون ټنه زیات غنم تولید شوي دي.

ښاغلي رستمي وویل " سږکال د ۵.۱ میلیونو ټنو غنمو په تولید سره غنمو ته زمونږ اړتیا ۹۰۰ زره ټنه کمه شوې ده. په تیروکلونو کې افغانستان په کال کې ۲.۵ میلیونو ټنو غنمو د کمبود سره مخ کیده، چې له ګاونډیو هیوادونو څخه به يې واردول، خو سږکال له نیکه مرغه زمونږ د وارداتو کچه کمه شوې ده".

تیرکال په افغانستان کې سخته وچکالي وه، چې د دغه هیواد شاوخوا ۱۹ ولایتونه یې ځپلي وو.

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اټکل له مخې په افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتیدو له امله به بل کال ته دا هیواد د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت کم غنم وارد کړي.

افغانستان هرکال د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکې له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او د منځنۍ اسیا له یو شمیر هیوادونو څخه واردوي.

XS
SM
MD
LG