د لاس رسي وړ اتصالات

افغان غر ختونکي د لومړي ځل لپاره د هندوکش دوهمې څوکې ته وختل


په افغانستان کې د غر ختنې یو شمېر لوبغاړي د هندوکش غرونو د (د شت خوني) په نوم لوړه څوکه چې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري وختل.

دوی لس غره ختونکي دي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې غره ختوونکي دومره لوړې څوکې ته پورته کیږي.

احمد رومل حیات چې د دغو خره ختوونکو د ډلې مشر دی امریکا غږ ته وویل: "د پروان ولایت په سالنګ سیمې کې د هندوکش غرونو ته وختو. زموږ ټول سفر څه باندې یوه شپه او ورځ ونیوله او بلاخره د دشت خوني څوکې ته چې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري ورسېدو."

افغان غر ختونکی د هندوکش غرونو کې
افغان غر ختونکی د هندوکش غرونو کې

ښاغلی حیات وايي چې د دغه کار اصلي موخه دا ده چې د افغانستان طبیعي ښکلا نړیوالو ته وښودل شي.

په هغو انځورونو کې چې د دغه فدراسیون چارواکو له خوا امریکا غږ ته استول شوي دي ښکاري چې د غر ختنې لوبغاړي په واورو کې د هندوکش غرونو ته پورته کیږي.

دنګ غرونه او سپینې واورې د دغه ځایونو طبیعت ته ډېره ښکلا وربخښلې ده. د هندوکش د غرونو لړۍ د دغه هېواد له شمال ختیځ خوا نه تر مرکزي سیمو پورې غځېدلې ده.

دغه غرونه د سمندر نه ۸۳۰۰ متره ارتفاع لري چې لوړې څوکې یې د کال په هر موسم کې په سپینو واورو پوښلي وي.

افغانستان کې غر خته یو عام ورزش نه دی خو په دې وروستیو کې تر ډېره په ښارونو کې خلک کوښښ کوي چې په خپلو رخصتیو ورځو کې د ښار چاپېره غرونو ته پورته شي او له دغه ورزش نه خوند واخلي.

افغان غر ختونکي
افغان غر ختونکي

رومل حیات وايي د دشت خونی لوړه څوکه افغانستان کې د هندوکش غرونو دویمه لوړه څوکه یا قله ده چې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري.

لومړي او تر ټولو لوړه څوکه بیا ۵۸۰۰ متره لوړ والی لري چې د ښاغلي حیات په وینا دغې څوکې ختل ډېر ستونزمن دی.

XS
SM
MD
LG