د لاس رسي وړ اتصالات

عربي اماراتو کې افغانان ښوونځي غواړي


د افغانستان د سفارت سرپرست فضل الله رشتين ړایي د افغانانو ترمنځ خپلمنځي توپیرونه د ښوونځي د نه پیل کیدو لامل دی.
د افغانستان د سفارت سرپرست فضل الله رشتين ړایي د افغانانو ترمنځ خپلمنځي توپیرونه د ښوونځي د نه پیل کیدو لامل دی.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو د شمیر مخ په زیاتیدونکي شمیر سره د هغوی ټولنیزې اړتیاوی هم زیاتې شوي چې د افغان ښوونځي شتون یې یوه مهمه مسله ده.

څه دپاسه ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي چې زیات شمیر یې له خپلو کورنیو سره راکډه شوي دي. دغه کورنۍ اوس خپلو ماشومانو ته په افغاني نصاب برابر یو ښوونځي غواړي.

خو په داسې حال کې چې په دې هیواد کې په نړيوال نصاب برابر زيات شمير ښوونځي فعاليت کوي، هندي، پاکستاني، ايراني او د نورو هیوادونو ښونځي هم موجود دي چې دې کار د یو افغاني ښوونځي جوړولو ته ښه زمینه برابره کړې ده او د متحده عربي اماراتو دولت په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی.

په دوبي کې میشت افغان سوداګر ابو احمد کندهاری وایي "دلته هرڅه تيار دي. د اماراتو د ښوونيو وزارت هم هره زمينه برابره کړي ده، خو د ځينو قومونو تر منځ د اختلاف له امله تر اوسه دا ښوونځي ندي جوړ شوی. ډير زيات ماشومان افغاني ښوونځي ته اړتيا لري ځکه چي بايد له خپل فرهنګ څخه با خبره وي او خپله ژبه هم زده کړي."

له بلې خوا ځيني سوداګر دې ته حاضر دي چې په دې هکله خپله شخصي پانګه وکاروي، خو د دوي په وينا ګواکې داسې کسان شته چې کوچنیو اختلافاتو ته لمن وهي او ستونځي را ولاړوي.

د دغو افغانانو په وينا د دوي اولادونو ته د تحصيل زمينه برابره ده او کولي شي چې د خپل د هيواد تعليمي نصاب سره سم زده کړې وکړي، خو ولې پښتو او فارسي زده نکړي .

په دوبۍ کې افغان سوداګر حاجي روحاني وایي " دلته هر څه لرو خو ماشومان مو ورو - ورو خپله اصلي ژبه هيروي. په ښوونځي کې يې نه وايي او په کور کې هم په زياته اندازه خبرې نه ورسره کيږي، همدا يو لامل دی چې هغوی له خپل فرهنګ او ژبې لېرې شي، په داسي حال کې چې دغه امکانات هم شته."

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل الله رشتين د افغانانو ترمنځ خپلمنځي توپیرونه د ښوونځي د نه پیل کیدو یو لامل بولي

هغه وایي "موږ څو ځلې اقدام وکړ خو کله کله مخالفتونه د دې لامل شي چې دغه پروسه پرمخ ولاړه نشي. خو له دې سره هم دا امکانات شته چې دا ښوونځي ډير ژر جوړ شي."

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان تعليمي نصاب سره برابر د يوه ښوونځي جوړول چي افغانان هم ورته ليواله دي او د حکومت لخوا یې هم ملاتړ کیږي اسان کار دي. خو په دوبۍ کې د ځينو افغانانو شخصي او قومي مخالفتونه د دې لامل شوي چې ماشومان یې د خپلو ملي ژبو له زده کړې محروم پاتې شي .

XS
SM
MD
LG