د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتي لست څخه د یوه کاندید د نوم لیري کیدل


ارشیف
ارشیف
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د دل آقا کوهدامني په نوم د جمهوري ریاست د یو احتمالي کاندید له خوا چې دغه کمیسیون ته کوم لازم اسناد برابر شوي وو پکې قانوني نیمګړتیاوې موجودې وې چې له امله یې د ښاغلي دل اقا کوهدامني نوم د احتمالي کاندیدانو د نومونو له لست څخه اوس لرې شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایي چې د دوي پلټنې لا روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې که د بل احتمالي کاندید په اسنادو کې هم دغسې نیمګړتیاوې اوسي ورسره به عینی قانوني چلند وشي.

نور وایي چې اوس د جمهوري ریاست د احتمالي کاندیدانو شمیر د ۲۷ نه ۲۶ تنو ته راکښته شوی دی .

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د میزان په ۲۷ مه نېټه د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د احتمالي کاندیدانو لمړنی لست خپور کړي.

دغه راز د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند وایي چې د جمهوري ریاست د یو احتمالي کاندید داود سلطانزوي یو مرستیال چې له انتخاباتي مبارزې نه په خپله خوښه لاس په سر شوی وو، د سلطانزوی له خوا یو بل تن ورته د هغه د مرستیال په توګه ورپیژندل شوی دی.

په ځینو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو څوکۍ زیاتي شوي

د بلي خوا د اتنخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې په ۸ ولایتونو کې یي د ولایتي شوراګانو د څوکیو په شمیر کې زیاتوالی راوستی دی.

نورمحمد نور وايي چې دا کار د افغانستان د مرکزي احصایې د نویو شمیرنو له مخې چې پکې پدغو ولایتونو کې په نفوس کې زیاتوالی ښودل شوی، راوړل شو
ی دی.

اوس د افغانستان د ولایتي شوراګانو د څوکیوو شمیر ۴۵۸ ته پورته شوی دی، دمخه دا شمیر ۴۲۰ څوکۍ وو.

د افغانستان د ولایتي شوراګانو ددغو څوکیو د ګټلو لپاره ۳۰۵۸ کاندیدان ولاړ دي چې ۳۳۴ یې ښځې دي.

که څه هم چې د راروانو انتخاباتو د انتخاباتي مبارزې لپاره د قانون له مخې کړنلاره وضع شوې او نیټه ورته ټاکل شوې ده خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې ځینو کاندیدانو لا دمخه خپلې انتخاباتي مبارزي پیل کړي دي. دغه کمیسیون په یو بیان کې چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ د کاندیدانو نه په کلکه وغوښتله چې ددې کار څخه ډډه وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د احتمالي کاندیدانو، ادارو او رسنیو نه د احتیاط نه د کار اخیستلو غوښتنه کړې او ویلي دي چې که دغسې سرغړونو ته دوام ورکړي د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون به یي پلټنه وکړي.

همداشان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له ټولو حکومتي چارواکو غوښتي دي چې په انتخاباتو کې دي خپله بیطرفي حفظ کړي.
XS
SM
MD
LG