د لاس رسي وړ اتصالات

لویې څارنوالۍ په لوګر کې د جسني تیري ادعاوو په اړه اسناد موندلي


afghanistan attorney general
afghanistan attorney general

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، چې د دغې اداري څیړونکي پلاوي په لوګر کې پر زده کونکو د جنسي تیري په اړه اسناد ترلاسه کړي دي.

د دې ادارې ویاند جمشېد رسولي نن شنبه (د مرغومې ۱۴مه) امریکا غږ ته د دغو اسنادو د جزییاتو په اړه معلومات ورنکړل، خو وویل، چې یاد اسناد د لوګر ولایت اوسېدونکو له خوا دوی ته سپارل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې: "د دې قضیې په اړه چې کوم پرمختګونه او اسناد ترلاسه شوي دا په دې معنی نه ده چې موږ لوګر کې زده کوونکو باندې د جسني تیري ادعاوې، تایید یا رد کړو. د قضاوت کولو لپاره لا وخت پاتې دی".

د لویې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه، چې په قضیې کې پرمختګ شوی او د څیړنو د بهیر د خوندیتوب لپاره د جزئیاتو له شریکولو ډډه کوي.

دغې ادارې ډاډ ورکړی، چې د عدالت تامینولو لپاره به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي او د دغه ولایت له اوسېدونکو، مدني بنسټونو او رسنیو څخه یې غوښتي، که کوم اسناد لري نو لویې څارنوالۍ ته یې وسپاري.

وروسته له هغې چې څو موده مخکې لوګر کې پر کارګرو ماشومانو او زده کوونکو د جنسي ادعاوو رپوټونه خپاره شول د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هېواد لویې څارنوالۍ او د بشري حقونو کمیسیون ته دنده ورکړه چې دا قضیه وڅېړي.

دغه څېړنه د لیندۍ په ۱۳مه نېټه پیل شوې او تر اوسه دوام لري.

XS
SM
MD
LG