د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کورنیو چارو وزارت: د ټاکنو د امنیت خوندیتوب لپاره چمتوالی لرو


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د دغې ادارې ځواکونو د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې هڅې پیل کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د دغې ادارې ځواکونو د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د افغانستان له امنیتي ارګانونو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو د امنیت د ټینګولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د حکومت امنیتي چارواکي وايي، چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاه بشپړ چمتوالی لري.

که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته څه باندې یو کال وخت پاتې دی، خو د دغو ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره افغان حکومت له اوس څخه د تدابیرو نیول پیل کړي دي.

په همدې موخه نن د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت ریاست او د سیمه‌ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل "زه د افغانستان خلکو او دولت ته او د تاکنو خپلواک کمیسیون ته د کورنیو چارو وزارت له خوا دا ډاډ ورکوم، چې د کورنیو چارو وزات بشپړ تیاری لري. د جوړ شوي مهالویش له مخې د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو په ګډون د هیواد د ټولو د امنیت د ټینګولو لپاره تیاری لرو."

ښاغلي جاهد ټینګار وکړ، هیچا ته به د ټاکنو په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي او زیاته یې کړه، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په روان کال کې په هغو سیمو کې چې د امنیت له پلوه له لوړ ګواښ سره مخ دي، د 'خالد' په نوم یرغلیز عملیات ترسره کړي، ترڅو خلک په ډاډ سره د راتلونکي کال په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئيس معصوم ستانکزي غونډې ته وویل، په دغه هیواد کې اوسنیو ګواښونو ته په کتو، د ټاکنو امنیت ټینګول اسانه کار نه دی، نو ځکه له همدې ورځې ورته د تدابیرو نیول پیل شوي دي.

ښاغلي ستانکزي وویل، چې د ملي امنیت ریاست د راتلونکو ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې پیل کړي دي او زیاته یې کړه "د ملي امنیت ریاست په څو برخو کې خپلې مرستې او لومړني اقدامات پیل کړي دي، موږ په هرو شپږو میاشتو کې خپلو همکارو امنیتي ارګانونو ته، لکه د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت شورا او دغه راز د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې ته او له دې وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د راتلونکو امنیتي ګواښونو په اړه خپل شپږ میاشتینی ریپوټ وړاندې کوو."

ښاغلي ستانکزي وویل، د امنیتي ګواښونو په اړه شپږ میاشتني ریپوټ له امنیتي ادارو سره مرسته کوي، ترڅو د احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره خپل پلانونه ترتیب او د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس نجیب‌الله احمدزي په دغې غونډه کې وویل، چې له امنیت پرته د ټاکنو ترسره کول امکان نه لري او له امنیتي بنسټونو څخه یې وغوښتل، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو تر نیټې پورې اړینو امنیتي تدابیرو ته چمتوالی ونیسي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس د افغانستان امنیتي ارګانونو ته په اوو برخو کې د راتلونکو ټاکنو د امنیت د ټینګولو او په دغو ټاکنو د هر ډول لاسوهنې په ځانګړې توګه د زورواکانو د مداخلې د مخنیوي وړاندیز وکړ او ویې ویل "ټاکنو ته د مناسب او ارام بستر د برابرولو په موخه د امنیتي ځواکونو هراړخیزې همکارۍ او مرسته ته اړتیا ده، دا همکاري باید د هیواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د ټاکنو د کمیسیون د اړتیاوو او غوښتنو سره سم وي، نه په ټاکنو کې د مداخلې، رهبریت او مدیریت په معنی او په مفهموم."

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نیټه ترسره شي.

د چارو کارپوهان د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې د ناامنيو سربیره، د یو کال په موده کې د اصلاحاتو تطبیقول او دغو ټاکنو ته د اړتیا وړ بودیجې او تخنیکي وسایلو برابرول نورې هغه ستونزې په ګوته کړي، چې په شفافه توګه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنې ترسره کول به له خنډ سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG