د لاس رسي وړ اتصالات

کمپیوټري غلو د هند د هوایي شرکت د میلونونو مسافرو معلومات غلا کړي


کمپیوټري غلو د مسافرینو نومونه، د بانکي کارتونو او پاسپورټونو معلومات پټ کړي.
کمپیوټري غلو د مسافرینو نومونه، د بانکي کارتونو او پاسپورټونو معلومات پټ کړي.

د هند دولتي هوایي شرکت (Air India) وایي کمپیوټري غلو د دې الوتکو د شاوخوا ۴.۵ مdلیون مسافرینو شخصي معلومات پټ کړیدي.

دې شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي چې غلو د مسافرینو نومونه، د بانکي کارتونو او پاسپورټ شمیرې غلا کړي.

دې هندي شرکت ویلي چې هک شوي کمپیوټري سیستمونه اوس خوندي شوي او د معلوماتو د خوندیتوب لپاره یې بهرني متخصصین هم ګمارلي دي. په اعلامې کې ویل شوي چې د بانکي کارتونو د شرکتونو سره هم په ګډه کار کوي چې د مسافرینو معلومات خوندي شي.

د ایر انډیا په اعلامیې کې ویل شوي، " مونږ د خپلو مسافرینو د ملاتړ او باور په خاطر منندوی یو او د تکلیف په رسیدو خواشیني یو."

دا لومړی ځل ندی چې د کمپیوټري غله یا هکران د یو هوایي شرکت د مسافرینو شخصي معلومات پټوي.

په برتانیې کې د څار یوې ادارې په ۲۰۱۸ کال کې د دې هیواد ملي هوایي شرکت (British Airways) ۲۸ ملیون ډالره پدې خاطر جریمه کړل چې د شاوخوا ۴۰۰ زرو مسافرو معلومات په یوې سایبري حملې کې ورک شول.

دې شرکت ویلي چې د هغو مسافرو شخصي معلومات پټ شوي وو چې د ۲۰۱۱ کال د اګست دمیاشتې نه نیولې د ۲۰۲۱ د دې شرکت سره ثبت شوي و.

د (سیټا) په نامه د ټکنالوژۍ شرکت چې د ایر انډیا تر څنګ د ګڼ شمیر نورو هوایي شرکتونو لپاره د ټکنالوژۍ خدمتونه کوي، ویلي چې دا کمپیوټري غله ډیره پیچلې وه او د نورو هیوادونو د هوایي شرکتونو د مسافرینو معلومات هم غلا شوي.

XS
SM
MD
LG