د لاس رسي وړ اتصالات

الجزیره: د اسرائیل پوځ «قصدآ» زموږ خبریاله وژلې ده


شیرین ابو عاقله د الجزیرې وژل شوې خبریاله
شیرین ابو عاقله د الجزیرې وژل شوې خبریاله

د الجزیرې نړیواله شبکه وايي چې د اسرائیل پوځ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د دوی خبریاله شیرین ابوعاقله "په قصدي توګه" ډزو وژلې ده.

ابو عاقله، ۵۱ کلنه، فلسطينۍ-امریکایۍ وه چې د الجزیرې شبکې یوه مجربه خبریاله بلل کېدله. الجزیره وايي چې اسرائیلي ځواکونو هغه قصدآ په نښه کړې او وژلې ده. ابو عاقله په لویدیځه غاړه کې د «جنین» په کمپ کې د اسرائیل د پوځ د چاپې او نا امنۍ په اړه په راپور جوړولو بوخته وه چې وېشتل شوې ده.

خو د اسرائیل صدر اعظم نفتلي بینیت وايي «داسې ښکاري» چې هغه د فلسطینیانو په ډزو وژل شوې ده. الجزیره وايي چې یو بل پروډیوسر علي الصمودي یې هم په برید کې ژوبل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس یو عکاس وايي چې د برید په مهال د ابو عاقلې په تن د رسنیو لباس و. دغه عکاس راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ په سیمه کې ډزې کولې او هغه بیا ولیدله چې ابو عاقله په ځمکه کې پرته وه. نوموړي همدغه راز ویلي دي چې د ابو عاقلې د وژل کېدو په مهال په سیمه کې فلسطيني جنګیالي نه لیدل کېدل.

د اسرائیل پوځ مني چې دوی په دغه کمپ کې عملیات کړي دي خو دا نه مني چې قصدآ دې خبریاله/خبریال په نښه کړې وي. وايي په سیمه کې د مشکوکو کسانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله کېدې او «دوی دا قضیه پلټي او د فلسطیني وسله والو په ډزو کې د خبریالانو د لګېدو امکاناتو ته کتنه کوي».

د اسرائیل پوځ یو چارواکي د فرانسې خبري اژنس ته ویلي دي: «پوځ دقېقآ خبریالان نه په نښه کوي.»

د الجزیرې شبکې یوه اعلامیه وايي: «د اسرائیل اشغالګرو ځواکونو په فلسطین کې د الجزیرې خبریاله په سړه سینه وژلې ده.»

الجزیرې په نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د «خبریالانو د قصدي وژلو له کبله» د اسرائیل ځواکونو سره حساب او کتاب وکړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لاپید ویلي دي چې اسرائیل د شیرین ابو عاقلې د غمژنې مړینې په اړه د «عدلي طب ګډه پلټنه» غواړي او «خبریالان باید په جنګي سیمو کې محفوظ وساتل شي او موږ ټول باید حقیقت» ته ورسېږو.

د فلسطین یو چارواکي حسین الشیخ وویل چې اسرائیلو لا له دوی سره د کومې ګډې پلټنې په اړه تماس نه دی نیولی او اسرائیل یې د شیرین ابو عاقلې د وژلو« مسئول» بللی.

په همدې حال کې په اسرائیل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر تامس نایدیس د دغې قضيې په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG