د لاس رسي وړ اتصالات

الجزیره په غزې کې د خپل عکاس د وژل کېدو قضیه نړیوالې جنایي محکمې ته وړي


د الجزیرې تلویزیونې شبکې شنبه ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) ویلي چې په غزې کې د خپل یو فلم اخیستونکي (کامره مین) د وژل کېدو قضیې په هکله حقوقي دوسیه برابروي چې نړیوالې جنایي محکمې ته یې واستوي.

دې شبکې په غزې کې د کامره مین سامر ابو دقا قضیه "ترور" بللې ده چې تیره ورځ په یو ښوونځي کې چې د غزې په جنوب کې خلکو پکې پنا اخیستې وه، د راپور ورکولو پر مهال د بې پیلوته په برید کې ووژل شو.

د الجزیرې شبکې ویلي چې اسرائیلي ځواکونو پدې ښوونځي د ډرون الوتکې برید کړی چې ابو دقا پکې لومړی ټپي شوی و او وروسته یې سا ورکړه خو د رویټرز خبري اژانس پدې ندی توانیدلی چې ددې پیښې جزیات تصدیق کړي.

د الجزیرې په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې شبکې نړیوال حقوقي ټیم د نړیوالو حقوق پوهانو سره په ګډه د یوې جامع دوسیې په برابرولو کار پیل کړی چې د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالانو ته یې وسپاري.

په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې حقوقي دوسیې کې به د هغو بریدونو په هکله معلومات وي چې د فلسطین په قبضه شویو سیمو کې د دې شبکې په کار کوونکو د کار پر مهال شویدي.

د الجزیرې شکبې داسې مهال په نړیوالې جنایي محکمې کې ددې قضیې لیږلو خبره کړې چې د اسرائیل پوځ ویلي هیڅکله یې په خبریالانو په قصدي توګه برید ندی کړی او نه به یې وکړي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د جګړې په سیمې کې پاتې کیدل "په طبیعي " توګه د یو تن ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د رویټرز خبري اژانس ویلي چې کامره مین د خان یونس ښار په یو ښوونځي کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وژل شوی. په راپور کې ویل شوي چې دا خبریال د توغندي په یوې ټوتې لګیدلی و خو د الجزیرې شبکې بیا ویلي په سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له کبله هغوي ونشو کړی په سمدستي توګه یې د ژغورولو لپاره ورشي.

د الجزیرې شبکې ویلي چې په خوندي توګه ددې ټپي شوي خبریال د انتقالولو لپاره یې څه باندې پنځه ساعته هلې ځلې وکړې خو کله چې د روغتیایي چارو مسؤلین سیمې ته ور ورسیدل، هغه سا ورکړې وه.

دې شبکې ویلي، د اسرائیل ځواکونو روغتیایي ټیمونه نه پریښودل چې هغه ته ژر ځانونه ورسوي. وژل شوي خبریال د ۲۰۰۴ کال راپدیخوا د الجزیرې تلویزیون سره کار کاوه. درې زامن او یوه لور ترې پاتې دي.

نړیوالې جنایي محکمې وار د مخه د هغو جنایاتو په هکله پلټنې پیل کړي چې ادعا کیږي د فلسطین په خاورې کې شوي او یا فلسطینیانو د اسرائیل په خاورې کې کړیدي.

د دې محکمې یو قاضي په ۲۰۲۱ کال کې حکم وکړ چې د فلسطین په خاور کې د قضیو څیړلو واک لري او دا پریکړه یې وروسته تر هغه وکړه چې د فلسطین ادارې د دې محکمې سره ځان ثبت کړی او په ملګرو ملتونو کې د ناظر دولت په توګه ورته غړیتوب ورکړل شو.

خو بل پلو بیا اسرائیل د فلسطین په خاوره کې د نړیوالې جنایي محکمې واک په رسمیت نه پیژني او تر دې وړاندې یې د دې محکمې سره همکاري کول رد کړیدي.

د خبریالانو خوندیتوب کمیټې د معلوماتو له مخې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې د پیل راپدیخوا ۶۳ خبریالان وژل شوي چې ۵۶ یې فلسطینیان، څلور یې اسرائیلیان او درې یې لبنانیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG