د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعده مشر د سپتمبر ۱۱ په اړه ویدیو خپره کړې


د القاعده شبکې مشر ایمان الظواهري چې د مړینې اوازې یې خپرې شوي، د سپتمبر د ۱۱ بریدونو د کالیزې په مناسبت په یوه تازه ویدیو کې راڅرګند شوی دی.

د سیټ استخباراتي ډلې چې د جهادي ډلو ویبپاڼې څاری ویلي دي چې دغه ویدیو د شنبې په ورځ خپره شوې ده. الظواهري پدې ویدیو کې پداسې حال کې چې په سوریه کې د جنورۍ په میاشت کې په روسي ځواکونو باندې د برید په ګډون د القاعده شبکې د بریدونو ستاینه کړې او ویلي چې «بیت النقدس به هیڅکله یهودي نشي».

د سیټ ډله وایي چې د هغه څرګندونې لازمي ندي چې پدې وروستیو کې ددغې وینا ثبتیدل ثابت کړي، ځکه چې د امریکا-طالبانو ترمنځ تړون د ۲۰۲۰ په فبروري کې لاسلیک شوی و.

د سیټ استخباراتي ګروپ ویلي چې ایمن الظواهري همداشان وروسته له ۲۰ کالو له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو یادونه کړې، خو هغه په افغانستان کې د طالبانو وروستۍ بریا نده ذکر کړې، خو د سوریې په رقه ښار کې په روسي ځواکونو باندې د القاعده شبکې د جنورۍ د لومړۍ نیټې برید یې ستایلی دی.

په ۲۰۲۰ کال کې داسې اوازې خپرې شوې چې هغه د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. د هغه وخت راهیسې تر تیرې شنبې ورځې پورې داسې کوم ثبوت نه و خپور شوی چې ګواکې هغه ژوندی دی.

د سیټ استخباراتي ډلې مشرې ریتا کټس په ټویټر لیکلي چې: «بیا هم کیدای شي هغه مړ وي، په هر حال که داسې وي، دا(ویدیو) به تر یوه حده د ۲۰۲۱ د جنورۍ په شاوخوا کې وي.»

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۹ (وږې اتلسمه) د افغانستان د وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې طالبانو ‌"په ښکاره ډول د القاعده غړو ته ښه راغلاست ویلی او پناه یې ورکړې ده. د اسلامي دولت اسلامپالې فعال پاتې دي او کیدای شي پیاوړي شي."

ایمان الظواهري مصری دی او په ۲۰۱۱ کې د امریکایي ځواکونو له لورې د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن له وژنې وروسته د القاعده شبکې مشر شوی دی.

د هغه د وینا ویدیو چې ددې ډلې د «شهاب میډیا» د بنسټ له خوا خپره شوې ۶۱ دقیقې او ۳۷ ثانیې ده.

XS
SM
MD
LG