د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د سینما وتلی ستوری الن دولون د ۸۸ کالو په عمر ومړ


د فرانسې او نړۍ د سینما ځلانده ستوری الن دولون د ۸۸ کالو په عمر ومړ
د فرانسې او نړۍ د سینما ځلانده ستوری الن دولون د ۸۸ کالو په عمر ومړ

الن دولن د اوږدو کلونو لپاره د فرانسې او نړۍ د سینما د یو زړه راښکونکي سمبول او نامتو لوبغاړي په توګه پیژندل کیده.

هغه په ۱۹۶۰ کال کې د «ارغواني غرمه» په نوم فلم کې له رول لوبولو وروسته د فلمي ستوري په توګه راڅرګند شو او تر ۹۰ لسیزې پورې یې بېلابېل رولونه ترسره کړل.

د الن دولون د سرې دایرې، د سیسلیانو ډله او مسټر کلن فلمونه د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ د افغانستان په تلویزیون کې په دري ژبه ژباړل شوي او خپاره شوي وو.

الن دولون په ۱۹۸۴ کې، د فرانسې د «سزار» د فلمونو په فیستیوال کې په "زموږ کیسه" فلم کې د خپل رولادا کولو په خاطر د غوره نارینه لوبغاړي جایزه وګټله.

دولون په خپل هنري ژوند کې د سینما د غوره لوبغاړي په توګه زیات شمېر جایزې وګټلې چې وروستۍ یې په ۲۰۱۹کې د کن د فلمونو په فیستیوال کې افتخاري جایزه وه او دا وروستی ځل و چې هغه د خپلو مینه والو پروړاندې په سره غالۍ باندې راڅرګند شو.

الن دولون نن د اګست په ۱۸ د اوږدې ناروغۍ وروسته د خپلې کورنۍ تر څنګ له نړۍ سترګې پټې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG