د لاس رسي وړ اتصالات

البانیا تازه سایبري برید سره مخ شوی؛ ایران پړ بلل شوی


د البانیا د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۰ (وږي ۱۹) وویل پر هیواد یې یوځل بیا سایبري برید شوی او په دې اړه یې ایران پړ بللی دی.

تیرانا تر دې مخکې هم د هغه هیواد پر دیجیتلي سیتمونو په سایبري بریدونو کې تهران ښکیل بللی وو.

د البانیا د کورنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې ویلي:"د ملي پولیسو د کمپیوټرونو پر سیستم د جمعې په ورځ برید وشو کوم چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا هغو لوبغاړو کړی کوم چې په جولای میاشت کې یې هم ددې هیواد د عامه او حکومتي خدمتونو پر سیستمونو برید کړی وو."

په بیانیه کې ویل شوي" ددې مجرمانه عمل د خنثی کیدو او د سیستمونو د خوندي کیدو په خاطر" چارواکو په سرحدونو، هوایي ډګرونو او سرحدي پوستو کې د کمپیوټري کنټرول سیستمونه خاموش کړي دي.

د البانیا لومړي وزیر ادي راما پر یو ټویټ بل سایبري برید چې د هغه په وینا د هماغه بریدګرو له خوا شوی غندلی کوم چې د البانیا د ملګرو هیوادونو او متحدینو له خوا غندل شوی وو.

البانیا د جولای میاشتې په برید کې ایران پړ ګڼلی وو او د چهار شنبې په ورځ یې له هغه هیواد سره دیپلوماتیکې اړیکې بندې کړې.

د ایران انکار

ایران دا تورونه چې ګواکې هیواد یې دا سایبري بریدونه کړي "بې بنسټه" بللي، هغه یې رد کړي او د دیپلوماتیکو اړیکو د ختمیدو په اړه یې د البانیا پریکړه بې سنجش اقدام بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي:"ایران په خپلو مهمو بنسټونو د سایبري بریدونو د یو هدف ګرځیدلي هیواد په توګه د نورو هیوادونو په مهمو او حیاتي بنسټونو د برید لپاره له سایبري بریدونو څخه د وسیلې په توګه هر ډول استفاده ردوي او غندي."

متحدو ایالتونو په دې مسله کې د تهران د دخالت له تورنیدو وروسته د جمعې په ورځ د ایران د استخباراتو او امنیت په وزارت او د یاد وزارت په وزیر اسماعیل خطیب بندیزونه ولګول.

ایران هم له سایبري بریدونو سره مخ شوی دی په خاص ډول په ۲۰۱۰ کال کې کله چې د سټوکسنټ په نامه وریروس چې ګمان کیږي اسرایلو او متحدو ایالتونو جوړ کی وو، د هغه هیواد اټومي پروګرام زیانمن کړ.

XS
SM
MD
LG