د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی: ښځې باید په سیاست، اقتصاد او د ژوند په نورو چارو کې فعاله ونډه ولري 


Sher Mohammad Abbas Stanikzai
Sher Mohammad Abbas Stanikzai

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ملا شیرمحمدعباس ستانکزي تیره ورځ کابل کې د ښځنیه سوداګرو د یو نندارتون د پرانیستلو غونډې ته ویلي چې ښځې باید په سیاست، اقتصاد او د ژوند په نورو چارو کې فعاله ونډه ولري.

ښاغلي ستانکزي وویل: "که دا ملک مونږ جوړ نکړو دا ملک بل څوک نه جوړوي. دا ملک به پخيله افغانان جوړوي. دا ملک به دا هزارګان، دا پښتانه دا تاجکان دغه بلوڅان به را جګیږي او دا ملک به جوړوي. خوندې او ورونه به دا هیواد جوړوي دا یوازې نه دی چې نارینه به په کار کې وي ... نیم قشر د افغانستان ښځې دي، مونږ ښځې له پامه نشو غورځولی دا د جامعې مهم قشر باید د افغانستان په بیا ودانولو کې د افغانستاان په سیاست کې د افغانستان په هره برخه کې په اقتصاد کې رغنده ونډه ولري ... مونږ د شریعت مطابق د نارینه او ښځو وړو او سپین ږیرو ټولو حقوقو ته ژمن یو".

ملا عباس ستانکزي د دغو څرګندونو دمخه هم د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څرګندونې کړې وې خو تراوسه لا هم افغانستان کې شږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ۲۹۴ ورځې کیږي چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د سعدیه ذکي په نوم د لسم ټولګي یوې زده کوونکې امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو له مشرتابه څخه د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې د پرله پیسې غوښتنو سره سره لا هم د دوی ښوونځي تړلي دي.

سعدیه ذکي وویل: "زمونږ حق دي راکول شي د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي ترڅو مونږ وکولی شو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو. د دې سربیره هغوی چې قدرت کې دي ورڅخه مو غوښتنه داده چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي د ښځو حق دې ورکړل شي ترڅو هغوی خپلو کارونو ته ستنې شي".

په تیرو لسم نیمو میاشتو کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو په غبرګون کې د طالبانو له حکومت څخه د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنې سربیره په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالینو د لاریونو او غونډو په ترڅ د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنې کړي دي.

د دغو غوښتنو په لړ کې د تیرې ورځې راهیسې د زیات شمیر ټولنیزو رسنیو افغان کارونکو د فیسبوک او ټویټر له لارې د ' نجونو ښوونځي پرانیځئ ' تر عنوان لاندې په پښتو، دري او انکلیسي ژبو یو کمپاین پیل کړی دي.

دا کمپاین په داسې مهال پیل شوی چې په کابل کې د طالبانو د «عالمانو د شورا مشر» فقیر الله فایق وايي چې «ډېر ژر به د نجونو ښوونځي» پرانیستل شي.

ښاغلي فایق امریکا غږ سره په مرکې کې ادعا وکړه چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د «نجونو د مکاتبو د شروع کېدو مخالف» نه دی.

نوموړی وايي چې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو «یوازینی علت دا دی چې باید د نجونو ځایونه جلا» وي. نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې په افغانستان کې د ډیرې اوږدې مودې راهیسې د نجونو ښوونځي له هلکانو جلا دي او تر ډیره د نجونو د ښوونځی ښوونکې او اداري ‌کارکوونکي هم ښځې وې.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي و چې د مشرتابه په امر یې د یوې طرحې تر چمتو کولو د «امرثاني پورې» د نجونو ښوونځي تړلي دي.

XS
SM
MD
LG