د لاس رسي وړ اتصالات

دایکنډي کې سږکال د بادامو حاصلات ۲۰٪ زیات شوي


 افغانستان کې بزګران د سمنګانو او دایکنډي ولایتونو کې د بادامو ډیر باغونه لري.
افغانستان کې بزګران د سمنګانو او دایکنډي ولایتونو کې د بادامو ډیر باغونه لري.

د دایکنډي ولایت د کرهڼې، اوبلګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د تیرکال پرتله د بادامو حاصلات شل فیصده زیات تولید شوي.

د دغه ولایت د کرهڼې، اوبلګولو او مالدارۍ رئیس سید عبدالواحد فیروزي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په وروستیو کلونو کې د دایکنډي په ولایت کې د بادامو د اونو کرل زیات شوي، چې ورسره په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات هم د تیرکال پرتله زیات شوي دي.

ښاغلي فیروزي وویل " د ترلاسه شوو شمیرنو له مخې په روان کال کې په دایکنډي ولایت کې څلورویشت زره ټنه بادام تولید شوي، چې د تیرکال پرتله شل فیصده زیات دي".

تیرکال په دغه ولایت کې شاوخوا شل زره ټنه بادام تولید شوي وو.

د دایکنډي ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې د دغه ولایت شاوخوا اتیا فیصده اوسیدونکي د بادامو د حاصلاتو د خرڅلاو څخه په ترلاسه شوو عایداتو خپل ژوند تیروي.

د دایکنډي ولایت بزګران وايي، چې سږکال د بادامو حاصلات ښه وو، خو بیعې یې ټیټې وې.

بزګران وايي، تیرکال په دغه ولایت کې دوی په لوړه بیعه بادام پلورلي وو.

اوسمهال د دایکنډي په ولایت کې اوه کیلو بادام په اوه سوه افغانۍ پلورل کیږي، تیرکال همدومره اندازه بادام په زر افغانیو پلورل کیدل.

د سمنګانو د ولایت سربیره د دایکنډي ولایت په افغانستان کې دوهم ولایت دی، چې بزګران په کې د بادامو ډیر باغونه لري.

XS
SM
MD
LG