د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سندرغاړې کرستینا ګریمي ووژل شوه


سمدستې د هغې د وژلو انګیزه معلومه نه ده
سمدستې د هغې د وژلو انګیزه معلومه نه ده

سندرغاړې کرستینا ګریمي د جمعې په شپه د امریکا د فلوریډا ایالت په اورلنډو ښار کې له کانسرت وروسته، خپلو مینوالو سره خبرې کولې او د هغو پر پاڼو یې امضاوې کولې، چې یو ناپېژندل شوي وسله وال سړي پرې ډزې وکړې.

کرستینا په امریکا کې د "The Voice" په نامه د موسیقۍ د یو مشهوره پروګرام ستورې وه، هغې درې کاله مخکې په همدغه پروګرام کې درېیم مقام وګاټه او بیا ډېره مشهوره شوه.

د کلفورنیا ایالت د اورلنډو ښار پولیسو یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې، کرستینا ګریمي ډېره ژوبل شوې وه او روغتون ته په لاره مړه شوه. پولیس وايي له برید سمدستې وروسته، د ګریمی ورور پر ټوپکوال برید کړی چې ټوپکوال هم بیا خپل ځان په ډزو وژلی دی.

تراوسه نه د برید کوونکي هویت معلوم شوی او نه هم پر سندرغاړې کرستینا ګریمي د برید انګیزه.

د "The Voice" پروګرام ادارې په خپل ټویټر کې د خپلې ستورې پر مرګ خواشینې ښودلې او لیکلي یې دي " موږ یو ښکلی روح او یو زړه راښکونکی غږ له لاسه ورکړ. "

XS
SM
MD
LG