د لاس رسي وړ اتصالات

متقي له چین څخه د واخان د ترانزیټي لارې په جوړولوکې مرسته غوښتې


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ټرانس هماليا فورم درېیمې ناستې ته په وینا کې د چین سره د واخان په سیمه کې د دغه هیواد په موافقه د نوې سرحدي لارې د پرانیستلو وړاندیز کړی او د چین او پاکستان ترمنځ د "سیپک" په اقتصادي پروژه کې د خپل حکومت د ګډون هیله یو ځل بیا تکرار کړې ده.

ښاغلي متقي د پنجشنبې په ورځ د شي ژیانګ په ایالت د تبت په ښار کې د ټرانس هماليا فورم درېیمې ناستې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان کې د اوږدو جګړو وروسته، رامنځ ته شوی امنیت د بل هر وخت پرتله د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره دغه هیواد اهمیت لا څرګند کړی دی.

ښاغلي متقي وویل:" د لسیزو جګړو وروسته اوس لومړی ځل دی، چې د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ تجارت په عادي ډول روان دی. نه یوازې دا چې سوداګري عادي روانه ده، بلکې د ۲۰۲۱ کال د د اګسټ د ۱۵ وړاندې حالت سره په مقایسه، اوس د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ تجارت او ترانزیټ څو برابره زیات شوی هم دی."

امیرخان متقي په خپله وینا کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان سرحدي سیمه کې د ترانزیټي لارې د پرانیستلو وړاندیز هم وکړ او ویې ویل، چې دا لار به نه یوازې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه او ترانسپورټي مصارف به راکم کړي، بلکې د ښاغلي متقي په وینا د چین او منځنۍ اسیا او منځني ختیځ ترمنځ به د سوداګرۍ لپاره په یوه لنډه لار هم بدله شي.

ښاغلي متقي وویل:" که څه هم افغان سوداګرو مالونه د هند له لارې چین ته ځي او یا هم د چین څخه افغانستان ته راځي، د افغانستان حکومت لیواله دی چې د چین په توافق او همکارۍ د واخان په کریډور باندې کار وشي."

همداشان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د چین څخه وغوښتل چې د اوزبیکستان څخه د افغانستان له لارې د پاکستان پیښور ښار سره ټرانس افغان د ۶۴۷ کیلو مترو اوږدې د اوسپنې د پټلۍ د نښلولو په پروژه کې دې پانګونه وکړي.

امیرخان متقي د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نلیکې د غځولو د پروژې یادونه هم وکړه او ددې پروژې د پلي کیدو په برخه کې هم د چین د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د کچې د لوړیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، د پاکستان له خوا په یو شمیر افغان ترانزيټي مالونو د بندیز خبر وکړی او د پاکستان دا اقدام یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اپټا د تړون سره په ټکر کې ګڼلی دی.

دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه ( تلې ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي:" پاکستاني لوري په وروستیو کې د افغانستان ترانزیټ پرمخ هم بیلابېلې ستونزې جوړې کړي چې تازه یې د تورچای، ټایر، کاسمټکس، نساجي، د کورني استعمال توکي او داسی نورو توکو پر ترانزیټ یې بې موجبه بندیز لګولی چې د اپټا له تړون سره په ټکر کې دی. همدارنګه پر یو شمېر ترانزیټي توکو د پروسس فیس په نامه د ۱۰ سلنه مالیاتو له وضع کولو ترڅنګ، د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو پر ترانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه کړې چې د سوداګرو له توانه وتلې خبره ده".

پاکستان تراوسه د افغانستان د سفارت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په یو مکتوب کې، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګری ګډې خونې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته استولی په کې پر ځینو سوداګریزو توکو د پاکستان د حکومت له خوا د بندیزونو د لګولو یادونه شوې ده.

په دې سوداګریزو مالونو کې د موټرو پرزې، تور چای، ټایرونه، ټوکر،سګریټ، چیني لوښې، د سینګار سامان او ځینې نور توکي شامل دي.

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او تزانزیټ تړون په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې لاسلیک کړی و، چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې اجرايي موده پاې ته رسیدلې ده.

ددغه تړون له مخې یا باید دا تړون د نورې لس کلنې مودې لپاره تمدید او لاسلیک شي او یا هم د دواړو هیوادونو په موافقه په کې تعدیالات راشي او بیا لاسلیک شي.

امیرخان متقي، چې لا هم د چین په سفر بوخت دی، تیره ورځ یې د ټرانس هماليا فورم درېیمې غونډې په څنډه کې د چين د بهرنيو چارو وزير، وانګ یي سره هم د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو خبرې کړي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ښاغلي وانګ یي ویلي، چې افغانستان سره يې دپلوماتيکې اړيکې د هېڅ بل هېواد تر اغېزې لاندې نه دي او چین به افغانستان سره خپلې دوديزې ملګرتیا ته دوام ورکړي.

دا اعلامیه وايي، چې ښاغلي وانګ يي همدارنګه چمتووالی وښود چې د افغان حکومت د حکومتولۍ او ظرفيت لوړونې په موخه به همکاري کوي. د ټرانس همالیا فورم کې د تبت د سیمې شاوخوا پراته یو شمیر هیوادونه شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG