د لاس رسي وړ اتصالات

د کارګرانو حقوق؛ له فیفا غوښتل شوي په قطر فشار زیات کړي


په قطر کې اکثریت کارګان د بهرنیو هیوادونو اتباع دي.
په قطر کې اکثریت کارګان د بهرنیو هیوادونو اتباع دي.

د بښنې نړیوال سازمان د فوټبال د نړیوال فدارسیون (فیفا) نه غوښتي چې په قطر کې د کارګرانو د ژوندانه د چارو د لا بهتره کیدو لپاره دې پدې هیواد نور فشار هم راوړي.

ټاکل شوې د فوټبال د ۲۰۲۲ د نړیوال جام سیالۍ په قطر کې وشي.

وروسته تر هغه چې تیر کال قطر ته د دې سیالیو د کوربه توب امتیاز ورکړل شو، دې هیواد د کارګرانو لپاره د ښو شرایطو د ایجادولو په مقصد د استخدام په قوانینو کې یو لړ اصلاحات راوستل.

خو د بشري حقونو ادارې وایي چې د دې خطر و چې قطر دا هر څه بدل کړي.

د بښنې د نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې قطر پدې تیرو څو کالونو کې د نړیوال جام په درشل کې د امنیتي تدابیرو د ډیروالي په غبرګون کې یو لړ مثبت بدلونونه راوستي، خو زیاتوي چې، "دا اصلاحات اکثر وخت په سمه توګه نه تطبیقیږي او په زرګونو کار کوونکو نه ناوړه ګټه اخیستل کیږي."

دې نړیوال سازمان همدرانګه ویلي چې د قطر مشورتي شورا د کارګرانو لپاره د شرایطو په بهتره کولو بحث کوي او ښایي کوم پرمختګ چې د اصلاحاتو په نتیجه کې راغلي، مخالفت ورسره وښیي او باطل یې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې ښایي دا شورا یو ځل بیا د کارګرانو په حقونو محدودیت ولګوي چې هغوي به ونشي کړی بل کار واخلي او یا د قطر نه ووځي.

خو د کارګرانو لپاره د مشورتي شورا لخوا وړاندیزونه باید چې د حکومت لخوا منظور شي او په دوحه کې چارواکو د اې اف پي خبري اژانس ته ویلي چې دا ډول غوښتنې به ونه منل شي.

XS
SM
MD
LG