د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو د بهیر په دوام باندې اندیښنه ښودلې او ددغه بهیر د بندیدو او هم په دغه ښار کې د افغانانو د اوسیدلو د اجازې د اخستلو لپاره د اضافي اسنادو د نوې پالیسۍ د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو ددغو اقداماتو له امله افغان کډوالو نوی کال د ویرې او خفګان سره پیل کړی دي.
دغه سازمان ویلي: "لکه څنګه چې پولیسو د شپې د چاپو پر مهال په اسلام اباد کې په سلګونو افغان کډوال وغځورول او په خپلسر ونیول نوی کال د افغان کډوالو لپاره د ویرې، خفګان [تر سیورې] لاندې وو".
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومتي چارواکو باندې ددغه بهیر د بندیو غږ کړی او ویلي دي چې پاکستاني چارواکي دې په اسلام اباد کې د افغانانو د اوسیدانې لپاره د پاکستاني پولیسو څخه د اجازې د اخستلو لپاره د اضافي اسنادو پالیسۍ په سمدستي ډول لغوه کړي.
دغه سازمان ویلي چې دغې نوې پالیسۍ د افغان کډوالو ګروپونه چې له وړاندې د خطر سره مخ دي د لا ستونزمنې اړتیا د حالت سره مخامخ کوي.
د پاکستان حکومت د بخښنې د نړیوال سازمان دغې غوښتنې ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې له خپل هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو د پریکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې دا پالیسي د هیڅ کوم ځانګړي هیواد د وګړو پرخلاف نه ده.
هغه وویل: "د بیرته ستنیدلو د بهیر په اړه زمونږ پالیسي ډیره څرګنده ده او دا د هر هغه چا لپاره ده چې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري او دا یوازې د افغانانو لپاره نه ده، خو دا د هر غیر قانوني بهرني په اړه ده چې په پاکستان کې ژوند کوي.دا هغه څه دي چې هر دولت یې ترسره کوي".
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.
دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د بخښنې د نړیوال سازمان ددې غوښتنې دمخه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي وو چې ددغه سفارت شارژدافیر په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر(UNHCR) د مشرې سره په کتنه کې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغان اتباعو د نیول کېدو او ځورونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سفارت د جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر د مشرې فیلیپا سره په دغه کتنه کې په پاکستان کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولواو ځورولو د بندیدو په برخه کې د ملګرو ملتونو له خوا د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دغه سفارت ویلی: "لیدنه کې افغان سفیر ... ټینګار وکړ چې د POR ،ACC او شارپ ټوکن لرونکو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې باید یواین ایچ سي ار لازم اقدامات وکړي. نوموړي همداراز وویل چې پولیس د افغان کډوالو کورونه تالاشي کوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون حتی هغه افغان اتباع چې ویزې او قانوني اسناد لري نیسي او په ځینو مواردو کې ورڅخه د رشوت او ډیرو پیسو غوښتنه هم کیږي."
ددې دمخه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د جنورۍ شپږم (مرغومې ۱۷) ویلي وو چې په دغه ښار کې نږدې ۸۰۰ افغانان په خپلسر ډول د پولیسو له خوا نیول شوي او په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.
دغه سفارت ویلي چې د پاکستاني پولیسو دا اقدام د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنیو ترمنځ د جداوالي سبب شوی او اوسمهال د دغسې کورنیو ډیر غړي په سرګردانۍ او خفګان ګې ژوند کوي.
پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو دا نوې لړۍ وروسته له هغه پیل کړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل څخه وروسته به یوازې هغو افغان کډوالو ته په اسلام اباد کې د اوسیدلو اجازه ورکړل شي چې ددغه ښار د پولیسو څخه د اوسیدانې اجازه لیک ولري.
هغه ویلي وو: "د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه وي. که څوک اوسېدل غواړي نو هغه به د ډپټي کميشنر له دفتر څخه اجازتنامه اخلي. د دې تفصيلات به تاسو ته وروسته د پوليسو مشر او کميشنر درکړي. موږ به دوی له هرې لارې خبروو خو دا پرېکړه شوې ده چې د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد د اوسېدو اجازه نه وي."
د پاکستان د حکومت دا پریکړه د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له خوا غندل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.
په دې شمیر کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي
د پاکستان د حکومت ددې اقدام دمخه ددغه هیواد لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له خپل هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې وه، چې په ترڅ کې یې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې تراوسه نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه