د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: افغان یوټیوبران ژر تر ژره خوشې کړئ


د طالبانو له لوري نیول شوي افغان یوټیوبران
د طالبانو له لوري نیول شوي افغان یوټیوبران

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو څخه غوښتي دي چې افغان یوټیوبر اجمل حقیقي او نیول شوي همکاران یې باید ژر تر ژره پرېږدي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي۱۸) په یوې اعلامیې کې د دغو کسانو نیول د بیان په ازادۍ «څرګند برید» او د نړیوال قانون خلاف بللي او ویلي دي چې «طالبان باید سملاسي او له کوم قید او شرط پرته هغوی پرېږدي او د هغو خلکو، چې غواړي په ازاد ډول خپل نظر بیان کړي، سانسورل» ختم کړي.

په اعلامیې کې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې د کارکوونکې سمیرا حمیدي له خولې لیکل شوي دي: « دا قضیه یوه ښکاره بېلګه ده چې طالبان د خپل سري نیولو او په زوره د خلکو د خاموشه کولو له لارې په افغانستان کې د ویرې فضا جوړوي.»

میرمن حمیدي ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته، هغوی د هغو خلکو سره زور زیاتی کړی، ځورولي او ربړولي یې دي چې «د بشري حقونو او معاصرو ارزښتونو په اړه یې نظر څرګند» کړی دی.

نوموړې ویلي دي چې طالبان باید د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او په خبره یې له تبعیض پرته د ټولو درناوی وکړي.

د اجمل حقیقي او همکارانو د نیول کیدو پیښه

د طالبانو د استخباراتو اداره وايي افغان یوټیوبر اجمل حقیقي او د هغه ځینې همکاران یې «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» په تور نیولي. ښاغلی حقیقي د لباسونو موډلېنګ کاوه چې دا مهال په یوټیوب کې په خپل نوم چاینل هم لري چې په بېلابېلو ټولنیزو او تفریحي مسایلو خپرونې کوي.

د طالبانو د استخباراتو ادارې ویاند خلیل همراز ته منسوب په ټویټر حساب کې د دغو کسانو دنیولو خبر او ویدیو خپره شوې ده. د ټویټر په دغه حساب کې لیکل شوي دي چې د «اسلامي نظام په حاکمیت کې به هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي‌ چې د قران ایاتونو، نبوي احادیثو او اسلامي ‌مقدساتو ته سپکاوي» وکړي.

په ویدیو کې اجمل حقیقي ښکاري چې د بندیانو لباس یې په تن دی، وېښته یې ګډوډ او لاسونه یې ولچک دي. له هغه سره د هغه درې نور همکاران هم لیدل کېږي چې ولاړ دي.

اجمل حقیقي په خپلو خبرو کې «اعتراف» کوي چې د هغوی په یوې ویدیو کې د «قران د آیت توهین» شوی دی او هغه چمتو دی چې « په دې اړه د محکمې هر حکم» ومني.

داسې ښکاري ښاغلی حقیقی د کاغذ له مخې متن لولي او وايي چې د «خپل یوټیوب چاینل له لارې یې فحشا او موډلینګ ته کار کاوه او جمهوري نظام زموږ حمایت» کاوه. هغه د دغه کار له کبله بخښنه غواړي.

د ښاغلي حقیقي یو همکار چې په ټولنیزو رسنیو کې په «غلام سخي» پېژندل کېږي، هم د ښاغلي حقیقي‌ تر څنګ ولاړ لیدل کېږي، خو د بندیانو جامې یې په تن نه دي. اجمل حقیقي وايي چې د دغه همکار« عصبي سیستم یې سم کار نه کاوه او ستونزه » لري.

د دوی تر نیول کېدو مخکې په یوې ویدیو کې غلام سخي د قران ځینې ایاتونه په داسې بڼې او نامکمل ډول وايي چې ښايي ځينې یې «توهین او سپکاوی» وګڼي.

ځینو کسانو چې په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي حقیقي دا خپره شوې ویدیو لیدلې ده وايي چې له ورایه ښکاري چې طالبانو له ښاغلي حقیقي څخه په زوره اعتراف اخیستی او هغه یې مجبور کړی دی چې داسې څرګندونې وکړې.

اجمل حقیقي او غلام سخي درې ورځې مخکې په خپل یوټیوب او فیسبوک کې هم په دې اړه یوه ویدیو خپره کړې وه او «طالبانو، عالمانو، مجاهدینو» او له نورو خلکو څخه یې بخښنه غوښتې وه.

XS
SM
MD
LG