د لاس رسي وړ اتصالات

دوه افغان پوځیان ISI ته د جاسوسۍ په تور په ٢٠ کاله بند محکوم شول


په ننگرهار ولایت کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په استناف محکمه کې دوو لوړپوړو پوځي افسرانو ته د جاسوسۍ په تور شل شل کاله سزا واورول شوه.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو استناف محکمې دغه دوه پوځي افسران د پاکستان پوځي څارګرې ادارې آی اس آی ته د جاسوسۍ په تور په شل-شل کاله بند محکوم کړل.

د قول اردو د دویمې پلې لوا د دریم کنډک پخوانی قوماندان ډګروال شاه محمود او د همدغه کنډک د سقیله ټولي مشر تورن نذیرالله ته په یوه علني محاکمه کې دغه سزا واورول شوه.

دغه محاکمه په ننگرهار کې د افغانستان د ٢٠١ قول اردو په استناف محکمه کې جوړه شوې وه.

ددغې محاکمې په پيل کې د قضايي جلسې موظف څارنوال تورن نورمحمد ثاقب د صورت دعوا په لوستلو سره دغه دوه افغان افسران د پاکستان استخباراتي شبکې ISI سره د اړيکو، هغې ته د جاسوسۍ او له هیواد سره په خيانت تورن کړل او د تورنو لوړپوړو افسرانو ثبت کړي اعترافات یې هم واورول. لا دقیق معلومات ورکړل شوي نه دي چې دوی د پاکستان استخباراتو سره څه ډول همکاري کړې ده.

د دواړو تورنو افسرانو مدافع وکيل توريالي مقنن له خپلو موکلينو نه د دفاع په ترڅ کې یې وویل چې ثبت شوې اعترافات ترې د ملي امنیت ادارې په زوره اخیستي دي، خو هغه مهال چې له تورنو نه په زوره د اعتراف اخیستو په اړه ثبوت وغوښتل شو نو دواړه غلي پاتې شول.

وروسته بیا د محاکمې د غونډې د قضايي هيت مشر جګړن نجيب الرحمن نديم د قضايي هيت پريکړه اعلان کړه.

دا د تورنو کسانو لومړنۍ محاکمه وه، قضايي هیت وویل تورن کسان استناف طلبي کولی شي.

تر دې څو ورځې وړاندې هم د دغې قول اردو د څلورمې ليوا د يو ټولي قوماندان د وسلو د غلا په تور په لس کاله تنفيذي بند محکوم شوی و.

XS
SM
MD
LG