د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت کابل ته د چهارشنبې په ورځ د ایران د عدلیې وزارت کې د بشري حقونو او نړیوالو چارو د مرستیال عسکر جلالیان په مشرۍ د یو پلاوي د سفر خبر ورکړی او ویلي دي چې دا پلاوی به د طالبانو چارواکو سره د افغانستان او ایران په زندانونو کې د پرتو بندیانو په اړوند مسلو خبرې وکړي.
حمدالله فطرت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته د پنجشنبې په ورځ نومبر۱۴(لړم ۲۴) ویلي چې دغه پلاوی به په کابل کې د طالبانو د حکومت د عدلیې د وزارت په ګډون د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره په دواړو هیوادونو کې د بندیانو د انتقال په ګډون په اړوند مسلو خبرې وکړي.
هغه ویلي: "دا یو ښه ګام دی افغان بندیان را انتقال شي او د بند پاتې موده دلته په هیواد کې تیره کړي".
ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د عدلیې وزارت د دغه پلاوي مشرعسکر جلالیان کابل ته د روانیدو دمخه خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې دا پلاوی به له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو او افغانستان څخه ایران ته د ایراني بندیانو د انتقال په اړوندو مسلو خبرې وکړي.
افغانستان او ایران د پخواني جمهوري رژیم پر مهال په ۱۳۸۵ لمریز کې د بندیانو د سپارلو تړون لاسلیک کړی دی.
د ایران د عدلیې وزارت کې د بشري حقونو او نړیوالو چارو د مرستیال عسکر جلالیان کابل ته د روانیدو دمخه خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو حکومت دغه تړون ته پابند پاتې شوی دی.
تراوسه لا څرګنده نه ده چې څومره ایراني بندیان په افغانستان کې او څومره افغان بندیان په ایران کې بندیان دي.
دمخه ایراني چارواکو په دغه هیواد کې تر ۵۳۹۹ پورې د افغان بندیانو د شتون خبر ورکړی وو. ایران په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په سلګونو افغان بندیان افغانستان ته انتقال کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د اکتوبر د میاشتې په لومړیو کې ملي تلویزیون ته ویلي و چې تر اوسه شاوخوا ۴۰۰۰ هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته انتقال شوي دي چې د ایران په مختلفو زندانونو کې بندیان و.
همداشان په افغانستان کې د ایراني بندیانو دقیق شمیر څرګند نه دی. د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمون د ادارې چارواکو په روان ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې خبریالانو ته ویلي وو چې د طالبانو په زندانونو کې ۱۵۰ بهرنیان بندیان دي.
خو دغو چارواکو د ایراني اتباعو د بندیانو دقیق شمیر نه و ښودلی. دا ایرانی پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغلی چې ایران په دې وروستیو کې ددغه هیواد په زندانونو کې د افغان بندیانو د اعداولو بهیر چټک کړی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر میاشت کې د ایراني او بهرنیو اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام شوي دي.
دغه سازمان د اکتوبر دویم (لړم ۱۲) په یو راپور کې ویلي چې په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ افغانان هم شامل دي. په دې سره د روان کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۴۹ ته رسېدلی دی.
په راپور کې د دغو اعدام شویو افغانانو هویت نه دی څرګند شوی او نه هم ویل شوي دي چې دوی ولې اعدام شوي دي. راپور وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۶۵۱ ته پورته شوی.
د دغه سازمان د راپور په اساس له ۲۰۰۷ کال راهیسې دا په ایران کې د یوې میاشتې په ترڅ کې د اعدام شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.
خو د ایران د بشري حقونو سازمان ددې راپور وروسته هم د یو شمیر افغان بندیانو د اعدامولو خبرونه ورکړي دي. ددغو خبرونو د خپریدو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایران له حکومت غوښتي وو چې ددغه هیواد په زندانونو کې د اعدام د سزا سره د مخ بندیانو په ګډون افغان بندیان دې افغانستان ته انتقال کړي.
حمدالله فطرت د اګست شپږم (زمري ۱۶) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په لنډه مرکه کې د ایران له حکومت غوښتي چې د افغان بندیانو سره دې له احتیاط څخه کار واخلي.
د ناروې په پایتخت اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان، د اګست درېیم (زمري ۱۳) په یو راپور کې چې ددغه سازمان په انټرنیټي پاڼه خپور شوی ویلي چې د ایران حکومت د روان ۲۰۲۴ کال په تیرو اوو میاشتو کې ددغه هیواد په زنداونو کې د ۲۰ افغانانو په ګډون تر ۳۰۰ پورې کسان اعدام کړي دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د ۳۰۰ تنو اعدام شویو کسانو په ډله کې ۱۷۲ تنه د نشه يي توکو اړوند مسلو په تړاو اعدام شوي دي. همداشان په دغو اعدام شویو کسانو کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کرد، ۲۰ افغانان او ۱۵ ښځې شاملې دي.
دغه سازمان ویلي چې ددغو اعدام شویو کسانو ۴۹ تنه یې د جولاۍ په تیره میاشت کې او ددغه شمیر ۳۶ تنه یې د جولاۍ د میاشتې په وروستیو ۱۱ ورځو کې اعدام شوي دي.
فورم \ دبحث خونه